د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

د فاریاب پوهنتون لیلیه کې اورلګېدنې ١٨ تنه ټپیان کړل

د فاریاب پوهنتون لیلیه کې اورلګېدنې ١٨ تنه ټپیان کړل

د فاریاب ولایت د پوهنتون په لیلیه کې د اور لګېندنې د محصلینو په ګدون ١٨ کسه ټپیان او سوځولی دی.

دغه پېښه د پوهنتون په لیلیه کې د ګازډبې د چاودنې له امله نن له غرمې وروسته په دوولس نیمو بجو رامنځته شوې ده.

د فاریاب د والی ویاند احمد جاوید بیدار وویل، چې په دې پېښه کې ١۶ محصلین، یو استاد او د لیلیې یو ساتونکى ټپیان او سوځېدلی، خو مړینه نه لری.

هغه وویل، چې ټپیان د درملنې په موخه د میمنې په ښار کې افغان– ترک روغتون ته لېږدول شوی دی.

د فاریاب د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالعلی حلیم وایی، چې د ټولو ټپیانو درملنه روانه ده، خو د دوو روغتیایی حالت د سختې سوځېدنې له امله نازک دى.

ډاکتر حلیم زیاته کړه، چې دغه دوه محصلین اتیا سلنه سوځېدلی او روغتیایی وضعیت یې خورا نازک دى.

ډاکتران وایی، که چېرې څوک په ورته پېښو کې تر ۶۵ سلنې زیات وسوځېږی، نو د مرګ له خطر سره مخ کېږی.

د دغه پوهنتون یوه محصل احسان الله شېرزاد، چې یو یو ټپی محصل یې روغتون ته لېږدولى، وویل: ((محصلین د ډوډۍ اخیستلو لپاره پخلنځی ته تلل، چې ناڅاپه د ګاز یو بالون وچاودېد او بیا وروسته بل وچاودېد.))

هغه وویل، چې محصلین خپلو کوټو ته ننوتل، په ځان پسې یې دروازې بندې کړې، د اور د لمبو مخنیوى یې وکړ، خو ځینی نور په پخلنځی او دهلیز کې وسوځېدل.

د فاریاب پوهنتون علمی مرستیال فیض الله قادرى وایی، چې ١٠ محصلین د اور لګېدنې له امله سوځېدلی او شپږ نور د ډبې د پارچو، ماتو شوو ښېښواو د لیلیې له پوړونو د غورځېدو له امله ټپیان شوی دی.

هغه وویل، دوى د ځاى له ستونزې سره مخ دی، پخلنځى د لیلیې دننه دى او ٣۶٠ محصلین، چې ټول هلکان دی، په تنګو او غیرې معیاری خونو کې ژوند کوی.

د پژواک خبریال د پېښې له ځاى نه په خپل راپور کې وایی، چې د دغه دوو ګازډبو د چاودنو له امله د پخلنځی او لیلیې د دوو کوټو وسپنیز چتونه او دېوالونه ویجاړ شوی او د لیلیې د ودانۍ ښېښې ماتې شوې دی.

د ګازډبو د چاودنو علت بې احتیاطی او په پخلنځی کې له اندازې زیات ګرموالى بلل شوى دى.

د نارینه وو د لیلیې ودانۍ په مېمنه ښار کې د پوهنتون ودانۍ په یو کیلومترۍ کې پرته ده، په دغه پوهنتون کې ۴۵٠٠ محصلین په زده کړو بوخت دی، چې ۴٠ سلنه یې نجونې جوړوی.

د یادولو ده، چې تېر کال اوړى هم د همدغه ولایت د شېرین تګاب ولسوالۍ په بازار کې د تېلو او ګازو په پلورنځی کې اور ولګېد، چې له امله یې ١١ کسو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ٢٢ نور ټپیان وو.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by