د هرات ښار سلګونه قیلون خونې او کافی شاپونه وتړل شول
د هرات پولیسو د عامه نظم د ټینګښت په موخه په دغه ښار کې ۴٠٠ قیلون خونې او کافی شاپونه وتړل.
د هرات د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالحمید حمیدی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې دغه قیلون خونې او کافی شاپونه یې د خلکو او ګذر د وکیلانو د شکایتونو پر اساس وتړل.
د ده په وینا، په دې وروستیو کې د قورتک په نوم د هراتی ځوانو بدمعاشانو ډلې زیاتې شوې وې چې خلک او ښاریان یې ځورول.
د حمیدی په خبره، په ښار کې د عامه نظم د ټینګښت په موخه یې په تېره اونۍ کې تر ٣٠٠ زیات ځوانان هم نیولی، چې په بېلاریو او جرمونو کې یې لاس لاره.
د جمشید په نوم یو ځوان، چې د هرات د مالان پله په سیمه کې یې قیلون خونه لرله وایی، چې پولیسو یې چلمونه مات کړل اوس یواځې چاى ورکوی، خو قیلون نشته.
نوموړى وایی: ((د قیلون له درکه مې ډېره ګټه ترلاسه کوله، کوم ناوړه کار مې نه دى کړى، ځوانان به راتلل خپله تفریح یې کوله.))
د پښتو پول سیمې یو اوسېدونکى شاه ولی بیا وایی، چې قیلون څکول ناوړه کار دى او له دې لارې کېداى شی ځوانان په نورو نشه یی توکو روږدی شی.
هغه د پولیسو د دغه کار ستاینه وکړه، چې په ښار کې یې د بدمعاشونو مخه نیولې او ټولې هغه قیلون خانې او قهوه خانې تړلې، چې د ځوانانو د بېلاریو لامل کېږی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.