د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱ جوزا ۱۴۰۳ - 21 May 2024

پاکستان په خپلو هڅو سره په افغانستان کې د سولې او ټیکاو مخه ډب کړې ده

پاکستان په خپلو هڅو سره په افغانستان کې د سولې او ټیکاو مخه ډب کړې ده

د افغانستان دفاع وزارت چارواکی وایی؛ چې پاکستان هڅه کوی یو ځلی بیا د ننګرهار په سرحدی ولسوالۍ ګوشتې کې پوستې جوړې کړی.

لوی درستیز شیرمحمد کریمی چې د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومی غونډې ته د ځواب ورکولو لپاره ورغلی وو، وویل چې ښایی په ګوشته کې د تیرې څه باندې یوې میاشتې مخکې پیښه یو ځل بیا تکرار شی.

د افغانستان د دفاع وزارت وایی؛ که پاکستان یوځل بیا هڅه وکړه؛ چې د ننګرهار په سرحدی ولسوالۍ ګوشتې کې امنیتی پوستې جوړې کړی نو یو ځل بیا به د افغانستان له جدی غبرګون سره مخ شی.

لوی درستیز چې د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومی غونډې ته د ځواب ورکولو لپاره ورغوښتل شوی وو، وویل چې پاکستان یو ځل بیا هڅه کوی په ګوشتې ولسوالۍ کې امنیتی پوستې جوړې کړی.

شیر محمد کریمی وویل، پاکستان خبرداری ورکړی چې په سیمه کې به د افغان ځواکونو له خوا ویجاړې شوې پوستې بیرته جوړې کړی.

لوی درستیز دغه څرګندونې پداسې حال کې کوی چې د امنیتی چارواکو د معلوماتو له مخې څه باندې یوه میاشت مخکې د افغان او پاکستانی سرحدی ځواکونو ترمنځ په ګوشتې ولسوالی کې جګړه وشوه.

پاکستان د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدی سیمه کې دروازه او نوی تاسیسات جوړ کړی و، چې وروسته دغه تاسیسات د افغان ځواکونو له خوا ویجاړ شول.

شیر محمد کریمی همدا راز وایی چې پاکستان تل هڅه کوی د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړی.

هغه وایی پاکستان حتې نه غواړی افغانستان له نورو هیوادونو سره ستراتیژېکې اړیکې ولری.

دی وایی پاکستان د افغانستان او هند د ستراتیژیکو اړیکو له لرلو خوښ نه دی او له افغانستان څخه یې غوښتی چې د خپلې ملی اردو افسران په پاکستان کې ورزوی.

خو لوی درستیز وایی چې پاکستان د ملی اردو د روزلو په فکر کې نه بلکې د هغوی د وژلو په فکر کی دی.

ښاغلی کریمی وویل؛ چې له کله چې په افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره هڅې پیل شوی پاکستان د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله پیل کړې ده.

په دې وروستیو کې افغان چارواکو په ښکاره لهجه پر پاکستان انتقادونه زیات کړی دی.

افغان چارواکی وایی د دوی له هڅو سره سره پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه همکاری نه ده کړې او د افغانستان په چارو کې لاسوهنو ته یې دوام ورکړی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by