د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

په غور ولایت کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې ده

په غور ولایت کې د یوې نښتې په لړ کې د دولت اته تنه وسله وال مخالفین وژل شوی او د پولیسو دری سرتیری ټپیان دی.

په دې ولایت کی امنیتی مسئولین وایی، برید د نږدی دوه سوه وسله والو طالبانو لخوا د دوو دولینه او شهرک ولسوالیو ترمنځ پر پولیسو شوی دی.

له دې سره په غور ولایت کې څلور مخابراتی انجنیران د وسله والو لخوا تښتول شوی دی.

د غور والی سید انور اعلا ویلی، چې نږدې دوه سوه وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ د دولینه او شهرک ولسوالیو ترمنځ، په پولیسو برید کړی، چې د دواړو خواوو ترمنځ د نښتې په لړ کې اته پولیس وژل شوی او د پولیسو درې سرتیری ټپیان شوی دی. دده په وینا، برید هغه مهال پیل شوه کله چې پولیسو غوښتل امینتی پوستې تمویل کړی.

د ښاغلی رحمتی په وینا، په دې وروستیو کې په دې سیمو کې ډیر ملی او سیمه ایزو پولیسو د کورنیو چارو وزارت لخوا په دندو ګمارل شوی دی او ددې ولایت په امنیت کې یې د پآم وړ رول لوبولی دی.

له دې ولایته د یوه بل خبر له مخې، د دولت وسله والو مخالفینو څلور مخابراتی انجنیران تښتولی دی. ددې ولایت د والی ویاند عبدالحی خطیبی په وینا، پیښه هغه مهال رامنځ ته شوې کله چې دا انجنیران د آنتن د فعالولو لپاره شهرک ولسوالی ته تللې وو. له دې سره مخالفینو دا آنتن سوځولی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by