د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
دوشنبه، ۱۷ ثور ۱۴۰۳ - 6 May 2024

غور په ولسوالیو کې پرمختیایی پروژې ندی پلې شوې

غور ولایت د کلیو او پراختیا ریاست ددې ولایت لویدیځو ولسوالیو  په پرمختیایی پروژو کې پر ناغیړی تورن شو.

په دې ولایت کی سیمه ایز چارواکی وایی: د کلیو او پراختیا ریاست او په ځانگړې توگه اړوند وزارت لخوا د غور ولایت په لویدیځو ولسوالیو کی د ناامنۍ په پلمه له اتو کلونو راهیسې هیڅ یوه پرمختیایی پروژه نده پلی شوی

غور ولایت د ساغر، تیوره، تولک، شهرک او پسابند هغه ولسوالی دی چی د ناامنۍ په پلمه له اتو کلونو راهیسې پکې د پرمختیایی کومه پروژه نده پلې شوې. ددې ولایت والی ویاندعبدالحی خطیبی ددې ترځنګ ویلی: د کلیو او پراختیا وزارت لخوا په شپږو ولسوالیو کې هیڅ یوه پرمختیایی پروژه نده پلې کړې. خو ددې ولایت د کلیو او پراختیا رئیس انجنیر تاج محمد زلال دا ادعا ردوی وایی: ادارې یې تل د غور ولایت په ټولو ولسوالیو کې څارنه کړې ده. ده وویل: ددې ادارې نږدې لس تنه انجنیران د سروې په موخه ددې ولایت په ولسوالیو کې شتون درلود. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم ددې ولایت اوسیدونکو، دې ولایت ته د دولت پر نه پاملرنې نیوکه کړې او په پراخو لاریونو یې لاس پورې کړ.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by