د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۱۶ ثور ۱۴۰۳ - 5 May 2024

د شرعیت له مخې د خاوند حقوق

په ښځه باندې د خاوند حقوق :

د میړه اطاعت کول : الله جل جلا له  نر پر ښځه باندې مشر او رئیس مقرر کړی ځکه چې نر د جسمی او عقلی لحاظ قوی او بل دا چې د اهل عیال مالی مصارف پر غاړه لری د نر مشری او ریاست حکمتونه دلته وګورئ .

الله جل جلا له  فرمایی : ( الرجال قوامون على النساء بما فضل الله بعضهم على بعض وبما أنفقوا من أموالهم ) النساء/۳۴ .

سړی پر ښځو حاکمان دی له دې کبله چې الله جل جلا له  ځنې د دوی ته یر ځینو نورو افضلیت او غوراوی ورکړی دی او له دې امله چې نارینه ( د ښځو لپاره ) خپله شتمنی لګوی .

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایی : خیر النساء من تسرک إذا أبصرت، و تعطیک إذا أمرت، و تحفظ غیبتک فی نفسها و مالک ( طبرانی – راوی عبدالله بن سلام)

یعنې : د ښځو نیکه او ښه ښځه هغه ده چې کله هغې ته ګورئ تا خوشحاله کړی او کله چې هغې ته د څه امر وکړې هغه اطاعت کوی او کله چې ته غایب وی هغه ستا د کور او ځان سانته کوی .

پیغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمایی : (إذا صلت المرأه خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قیل لها ادخلی الجنه من أی أبوابها شئت) ( الأبانی فی صحیح الجامع بااسناد صحیح )

یعنې : کله چې ښځه پنځه وخته لمونځ وکړی ، د رمضان روژه ونیسی د شرمګاه ساتنه وګړی او د میړه اطاعت وکړی هغې ویل کیږی له هرې دروازې دې خوښه وی جنت ته داخله شه .

(ب) د شهوت پوره کول : د نکاح یو هدف دا دی چې نر او ښځه په مشروع ډول یو له بل څخه خپل شهوت پوره کړی ، که خاوند له خپلې ښځې څخه شهوت پوره کول و غواړی نو ښځه به له ضرورت پرته د هغه څخه مخ نه اړوی ، ضرورت لکه مرض چې هغې ته تکلیف رسوی ، حیض ، نفاس ، احرام او روژه .

قال رسول الله – صلى الله علیه وسلم – : إذا الرجل دعا زوجته لحاجته ؛ فلتأته وإن کانت على التنور ( الترمذی ۱۱۶۰ ،صحیح الترغیب ۱۹۴۶ ) .یعنې : کله چه خاوند خپله ښځه د خواهش پوره کولو لپاره را وغواړی نوهغه لره راتلل پکار دی اګر که د تنور (ډوډی پخولو په کار مصروفه وی ).

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایی : : ” إذا دعا الرجل امرأته إلى فراشه فأبت فبات غضبان علیها لعنتها الملائکه حتى تصبح ” رواه البخاری ( ۳۰۶۵ ) ومسلم ( ۱۴۳۶ ) .

یعنې : کله چې میړه خپله ښځه د کورواله (جماع) د پاره و بولی او هغه ور نه شی او خاوند په عصه کې شپه سبا کړی ، ملائکی تر سبا پورې پر هغې باندې لعنت وایی .

(ج) د خاوند د اجازې پرته به بل څوک کور نه بیایی :

    عن أبی هریره رضی الله عنه أن رسول الله صلى الله علیه وسلم قال : ” لا یحل للمرأه أن تصوم وزوجها شاهد إلا بإذنه ، ولا تأذن فی بیته إلا بإذنه ، ….” . رواه البخاری ( ۴۸۹۹ ) ومسلم ( ۱۰۲۶ ) .

یعنې : د ښځی د پاره رواه نه ده چې خاوند یې په کور کې وی او د خاوند د اجازې پرته نفلی روژه ونیسی ، همدارنګه د ښځې د پاره جایز نه ده چې د خاوند د اجازې پرته څوک کور ته ننباسی .

وعن جابر قال : قال صلى الله علیه وسلم : ” فاتقوا الله فی النساء فإنکم أخذتموهن بأمان الله واستحللتم فروجهن بکلمه الله ولکم علیهن أن لا یوطئن فرشکم أحدا تکرهونه فإن فعلن ذلک فاضربوهن ضربا غیر مبرح ولهن علیکم رزقهن وکسوتهن بالمعروف ” . رواه مسلم ( ۱۲۱۸ ).

ژباړه : جابر رضی الله عنه  وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حجه الوداع وفرمایل : د ښځو په باره کې له الله جل جلا له  څخه وویرېږئ تاسې هغوی د الله جل جلا له  په امان اخیسې دی او تاسې ته د هغوی شرمګا د الله جل جلا له  په کلمه حلال شوی او د تاسې په هغوی باندې دا حقونه دی چې هغوی به د تاسې فرشونه داسې چا ته نه غړوی چې تاسې یې بد ګنې ( کوم څوک چې د تاسې خوښ نه وی هغه بې اجازې کور ته نه ننباسی ) که یې داسې وکړل نو هغوی ووهئ لږ وهل چې زخم کونکی نه وی او همدارنګه د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به یه ښه شان نفقه او د استوګنی ځای برابروئ .

(د) د خاوند د اجازې بغیر به له کور نه وځی :

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه له رسول الله صلى الله علیه و سلم نه روایت کوی چه فرمایی: «إنَّ المرأه عوره فإذا خرجت استشرفها الشیطان، وأقرب ما تکون من وجه ربها وهی فی مقر بیتها» (صحیح. الترمذی وابن خزیمه، وابن حبان).

ژباړه : ښځه عورت ده ، او کله چې د کور څخه بیرون وځی شیطان هغې ته زینت او ښایست ورکوی ، او الله تعالی ته د نږدی کیدو تر ټولو غوره ځای کور کې پاتې کیدل دی .

هـ – التأدیب : څرنګه چې نر د کور مشر دی نو د خپل اهل عیال مسئول دی . خپل اهل عیال ته به په نیکو کارونو امر کوئ او له بدو کارونو به یی منع کوی .

قوله تعالی : وَأْمُرْ أَهْلَکَ بِالصَّلاَهِ وَاصْطَبِرْعَلَیْهَا

ژباړه :اهل ته موپه لمانځه کولو امر کوی او خپله یی هم کوی .

وقوله تعالى : ( یا أیها الذین آمنوا قوا أنفسکم وأهلیکم ناراً وقودها الناس والحجاره ) التحریم/۶ .

ای مؤمنانو ! خپل ځانونه او خپل اهل عیال له هغه اور څخه چې خس یې خلک او تېږی دی وساتئ .

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایی : عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِیَ الله عَنْهُمَا یَقُولُ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم یَقُولُ:«کُلُّکُمْ رَاعٍ وَکُلُّکُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِیَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِیَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِی أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِیَّتِهِ، وَالْمَرْأَهُ رَاعِیَهٌ فِی بَیْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَهٌ عَنْ رَعِیَّتِهَا، وَالْخَادِمُ رَاعٍ فِی مَالِ سَیِّدِهِ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِیَّتِهِ». (بخارى:۸۵۳)

ژباړه : د عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی :  هر یو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر یو د تاسې د خپل رعیت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دی (د رعیت په اړه به له ده څخه پوښتنه کیږی ) . د ټولنې رهبر د خپل رعیت شپون او د خپل رعیت مسئول دی ، سړی د خپل کور د اهل مسئول دی ،ښځه د میړه په کور کې د خپل اولاد شپنه او مسئوله ده ، خادم د مالک په مال کې شپون دی او په دغه باره کې مسئول دی. .

 وقد ذکر الحنفیه أربعه مواضع یجوز فیها للزوج تأدیب زوجته بالضرب ، منها : ترک الزینه إذا أراد الزینه، ومنها : ترک الإجابه إذا دعاها إلى الفراش وهی طاهره ، ومنها : ترک الصلاه ، ومنها : الخروج من البیت بغیر إذنه .

    ومن الأدله على جواز التأدیب :

 که ښځه یا اولاد خدای مه کړه بې لاری ته مخ کړی نو کور مشر ته دا جایزه ده چې هغوی ته بدنی تأدیب ور کړی .

  قوله تعالى : ( واللاتی تخافون نشوزهن فعظوهن واهجروهن فی المضاجع واضربوهن ) النساء/۳۴ .

او هغه ښځې چې د هغوی د بدخویۍ څخه وېرېږئ نو (لومړی) دوی ته نصیحت وکړئ او که ( په نصیحت سمې نه شوې ) د خوب ځای یې جلا کړئ (او که په دې هم سمې نه شوې ) و یې وهئ نو که غاړه یې کیښوده نو بیا پرې ( د زیان رسولو لپاره ) لار مه لټوئ باور وکړئ چې الله جل جلا له  له پاسه شته چې لوړ او لوی دی .

دا د میړه او کور د مشر مسئولیت دی چې خپل اهل عیال ته د دین ضروری احکام وښیی او همدارنګه هغوی ته په نیکو کارونو امر وکړی او له بدو کارونو یی منع کړی . تفسیر ابن کثیر ۴/۳۹۲

    وقد ذکر الحنفیه أربعه مواضع یجوز فیها للزوج تأدیب زوجته بالضرب ، منها : ترک الزینه إذا أراد الزینه، ومنها : ترک الإجابه إذا دعاها إلى الفراش وهی طاهره ، ومنها : ترک الصلاه ، ومنها : الخروج من البیت بغیر إذنه .( د امام ابوحنیفه رحمه الله په نزد بدنی تأدیب په ځلورو ځایونو کې جایز دی : کله چې میړه د ښځې د زینت اراده ولری او هغه زینت او د ځان ښایسته کول ترک کړی ، د خواهش پوره کول بلنه ورکړی دا هغه ترک کړی په داسې حال چې هغه پاکه وی ، لمونځ نه کوی ، او د خاوند د اجازې بغیر له کور وځی )

د ښځې په میړه او د میړه پر ښځه باندې حقوقو په باره ډیر الهی او نبی ارشادات راغلی دی

او مونږ د هغه ځنې بیان کړل الله جل جلا له  مونږ ته د عمل کولو توفیق راکړی


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by