د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

د شرعیت له مخې د ښځې حقوق

د ښځې په میړه باندې مالی حقوق دی لکه مهر ، نفقه ، استوګنځئ او غیر مالی حقوق لکه عدل ، ښه سلوک او ضرر نه رسول او داسې نور ………

۱ : مالی حقوق :

د ښځې په خاوند باندې مالی حقوق دی لکه مهر ، نفقه او د استوګنې ځای .

)الف(  مهر : مهر هغه مال دی چې خاوند یې د عقد نکاح په وخت خپلې ښځې ته ورکوی او دا د ښځې واجب حق دی پر خپل خاوند باندې قال الله تعالی  : { وآتوا النساء صدقاتهن نحله } یعنې : او ښځو ته د دوی مهر په خوښئ او رضا ورکړئ .

که د نکاح د عقد په وخت کې مهر نه وی ټاکل شوی نو بیا مهر مثل ادا کیږی د مهر مثل بیان دلته وګورئ

)ب) نفقه : د اسلامې امت د علماؤ په دې باندې اتفاق دی چې د ښځې نفقه پر میړه باندې فرض ده ، ځکه چې د نفقی پیدا کولو د پاره د کور څخه د باندې وتل د نارینه مسئولیت دی نه د ښځې او میړه به خپلې ښځې ته د اقتصادی توان موافق نفقه برابروی قوله تعالی :

)وعلى المولود له رزقهن وکسوتهن بالمعروف ) البقره/۲۳۳ ، یعنې په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوی .

وقال عز وجل : ( لینفق ذو سعه من سعته ومن قدر علیه رزقه فلینفق مما آتاه الله ) الطلاق/۷ . یعنې : توانا خاوند ښایی د خپل توان په اندازه نفقه ورکړی او په هر چا چې روزې تنګه شوه ، نو د هغه څه نه چې الله جل جلا له  ورکړی دی نفقه دی وکړی .

فی السنه :

 وعن جابر : أن رسول الله صلى الله علیه وسلم قال فی خطبه حجه الوداع : …………. ولهن علیکم رزقهن وکسوتهن بالمعروف ” . رواه مسلم ( ۱۲۱۸ ) . یعنې : جابر رضی الله عنه  روایت کوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حجه الوداع وفرمایل : ……… او د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به یه ښه شان نفقه او د استوګنی ځای برابروئ .

عائشه رضی الله عنها روایت کوی چه: «أنَّ هنداً بنت عتبه قالت: یا رسول الله إنَّ أبا سفیان رجل شحیح، ولیس یعطینی ما یکفینی وولدی إلاَّ ما أخذت منه وهو لا یعلم، فقال: خذی ما یکفیک وولدک بالمعروف» (متفق علیه (

د عقبه لور (هند ) وویل : ای رسول الله صلی الله علیه وسلم ! ابوسفیان یو بخیل سړی دی ، او ماته دومره شی چې د ځان او اولاد مې کفایت ورباندې وشی نه راکوی ، مګر څه چې زه یې د هغه له مال څخه اخلم هغه ور باندې نه پوهیږی (په پټه یې اخلم ) ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هغه څه چې د تا او ستا د اولاد دپاره کفایت کوی او اسراف پکې نه وی واخله ولو که هغه ورباندې پوه نه شی (ځکه د ښځې او اولاد نفقه پر خاوند واجبه ده).

خپلې ښځې او اولاد ته د نفقی برابرولو د فضیلت په اړه جناب نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی :

 دِینَارٌ أنْفَقْتَهُ فی سَبیلِ اللهِ ، وَدِینار أنْفَقْتَهُ فی رَقَبَهٍ ، وَدِینارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْکِینٍ ، وَدِینَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِکَ ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِی أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِکَ ( رواه مسلم).

یعنې : یو هغه دینار دی چې د الله جل جلا له  په لار کې صدقه شی ، بل هغه دینار دی چې غلام باندې مصرف شی ، او بل هغه دینار دی چې په مسکین باندې صدقه شی ، او بل هغه دینار چې پخپل اهل خرڅ شی ، تر ټولو د هغه اجر زیات دی کوم چې د خپل اهل د پاره نفقه او خرڅ شی .

په پورته حدیث شریف کې د الله جل جلا له په لاره کې خرڅ ، دغلام د آزادولو لپاره خرڅ او غریبانو سره د کومک لپاره خرڅ کې غوره خرڅ د خپل اهل عیال لپاره خرڅ یا د نفقې د پاره مصرف ښودلی دی .

بل حدیث کې راغلی : «إِذَا أَنْفَقَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِهِ یَحْتَسِبُهَا فَهُوَ لَهُ صَدَقَهٌ». (بخارى:۵۵)

ابن مسعود رضی الله عنه  وایی جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایی : که څوک د ثواب په نیت پخپل اهل او عیال خرڅ وکړی د هغه دا نفقه کول صدقه شمیرل کیږی .

(ج) : مسکن ( استوګنې ځای)

خاوند به خپلې ښځې ته د خپل اقتصادی توان موافق د استوګنې ځای برابروی چې حد اقل یې د ځانته اتاق برابرول دی ، الله جل جلا له  فرمایی : ( أسکنوهنَّ من حیث سکنتم مِن وُجدکم ولا تُضاروهن) الطلاق/۶٫

یعنې : دوی په هغه ځای کې چې تاسې پخپله اوسیږئ د خپل وس په اندازئ واوسوئ (د استوګنې ځای ور ته برابر کړئ ) او دوی ته ضرر مه رسوئ .

۲- غیر مالی حقوق :

د ښځې پر خاوند باندې غیر مالی حقوق لکه : د ښځو تر مینځ عدل ، ښه سلوک او داسې نور ………..

(الف) : د ښځو تر مینځ د عدل ساتل : که د شرایطو برابریدو په صورت کوم کس دوهم واده وکړی نو په نفقه ، سلوک او مسکن کې به د هغوی تر مینځ عدل کوی ….. نور تفصیل دلته وګورئ

(ب) ښه سلوک : خاوند به د خپلې بی بی سره تر خپله وسه نیک سلوک کوی او د هغوې پر وړاندې به مهربانه چلند کوی قرآنکریم د میرمنی سره د ښه سلوک کولو امر کړی دی :

وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن کَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَکْرَهُواْ شَیْئًا وَیَجْعَلَ اللّهُ فِیهِ خَیْرًا کَثِیرًا)  النساء ۱۹

(( اوله هغی سره په ښه طریقه ژوند تیر کړی ، بیا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وی نو کیدای شی چې یو شی ستا خوښ نه وی خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډیره څه ښیګڼه ایښی وی)).

نو یو انسان خو به خامخا یوه خالیګاه یا څه نیګړتیا لری مثلاً که کومه ښځه په رنګ کې کمزورې وی نو شاید بل اړخ ته یوه ډیره دینداره او نیک خویه وی چه د خپل خاوند د دنیا او آخرت د نیکبختۍ سبب وګرځی .

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایی : أکمل المؤمنین إیمانا أحسنهم خلقا . وخیارکم خیارکم لنسائهم  (ترمذی ۱۱۶۲،مشکاه المصابیح ۳۲۰۰).

ژباړه : د ایمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ایمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وی او تاسی کې بهترین اوغوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره یی سلوک ښه وی .

وَعَنْ أُمِّ سَلَمَهَ رَضِیَ الله عَنْهَا قَالَتْ: بَیْنَا أَنَا مَعَ النَّبِیِّ صلی الله علیه وسلم  مُضْطَجِعَهٌ فِی خَمِیصَهٍ، إِذْ حِضْتُ، فَانْسَلَلْتُ، فَأَخَذْتُ ثِیَابَ حِیضَتِی، قَالَ: «أَنُفِسْتِ»؟ قُلْتُ: نَعَمْ، فَدَعَانِی، فَاضْطَجَعْتُ مَعَهُ فِی الْخَمِیلَهِ. (بخارى: ۲۹۸)

د مؤمنانو مور ام سلمه رضی الله عنها وایی : د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په یوه چادر کې بیده وم چې حایضه شوم په کراره مې ځان بیرون کړ او د حیض جامې مې واغوستلې . رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه وکړه ؟ ایا حایضه شوې ؟ ومی ویل : هو بیا یې زه ور وغوښتم او له هغه سره په هماغه چادر بیده شومه .

مطلب دا چې د ښځې سره د حیض او نفاس په موده کې خوړل ، څملاستل نور ټول روا دی یوازې جماع کول حرام دی د جاهیلت په دور کې به چې کله ښځې حایضې یا نفاسې شوی له څخه به لرې کیدل او کرکه به یې ورڅخه کوله .

(ج) ښځې ته د ضرر نه رسول : دا د اسلام اصل دی چې هیڅ څوک  به چا ته ضرر نه رسوی رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایی : ( لاضرر و لا ضرار فی الاسلام ) ابن ماجه . یعنې په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول نشته .

ښځې ته به بدنی ، لفظی ضرر نه رسوی او د ښځې خپلوانو سره به داسې چلن نه کوی چې دا ورباندې وځوریږی بلکی نیک چلن به کوی .

د خاوند باید دې ټکې ته پام وی چې د ښځې د پاره پلارګنۍ خاص اهمیت لری او د ښځې د ډاډ ، تسل او څو ورځو تیرولو همدا یوه دروازه ده . پام کوه دا دروازه د هغې پر مخ و نه تړی ! پام کوه د هغوی سره بد چلن ونه کړی تر د ښځې د ځور او خفګان سبب شی .

په هغه صورت کې چې خدای مه کړه ښځه بې لاری ته بډې ووهی نو په ځنو حالاتو کې میړه چې د ښځې مشر او مسئول بلل کیږی د هغې د اصلاح د پاره څه لږ بدنی تأتیب کولای شی .

عن جابر بن عبد الله قال : قال صلى الله علیه وسلم فی حجه الوداع : ” فاتقوا الله فی النساء فإنکم أخذتموهن بأمان الله واستحللتم فروجهن بکلمه الله ولکم علیهن أن لا یوطئن فرشکم أحدا تکرهونه فإن فعلن ذلک فاضربوهن ضربا غیر مبرح ولهن علیکم رزقهن وکسوتهن بالمعروف ” .

جابر رضی الله عنه  وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حجه الوداع وفرمایل : د ښځو په باره کې له الله جل جلا له  څخه وویرېږئ تاسې هغوی د الله جل جلا له  په امان اخیسې دی او تاسې ته د هغوی شرمګا د الله جل جلا له  په کلمه حلال شوی او د تاسې په هغوی باندې دا حقونه دی چې هغوی به د تاسې فرشونه داسې چا ته نه غړوی چې تاسې یې بد ګنې ( کوم څوک چې د تاسې خوښ نه وی هغه بې اجازې کور ته نه ننباسی ) که یې داسې وکړل نو هغوی ووهئ لږ وهل چې زخم کونکی نه وی او همدارنګه د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به یه ښه شان نفقه او د استوګنی ځای برابروئ ( رواه المسلم ۱۲۱۸ ).


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by