د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

د اسرائلو پر ضد او د فلسطینیانو په ملاتړ غونډه

افغانستان نهضت اسلامی او د قدس شریف د پلویانو کلتوری شورا د چهار شنبه په ورځ په یوه خبری غونډه کې، د اسرایلو د رامنځ ته کیدو پنځه شپیتمه کلیزه وغندله او ددې جعلی رژیم رامنځ ته کیدل یې د نړۍ اسلامی هیوادونو پر وړاندې لوی گواښ وښود.

همدارنگه دې گوند د یوه اته مادیزپریکړه لیک په صادرولو سره د اسلامی هیوادونو له همکاری سازمان څخه وغوښتل څو د یوې ځانگړې محکمې په رامنځ ته کولو سره هغه کسانو ته سزا ورکړی کوم چی، د حضرت محمد (ص) صحابی حجر بن عدی زیارت ته یی سپکاوی کړی دی

داسرائیلو جعلی رژیم پنځه شپیته کاله مخکې، د نولس سوه اته څلویښتم کال د مې په پنځه لسمه نیټه، ددې رژیم د لویدیځې ملاتړو لخوا د خاورینې کرې پر مخ راڅرګند شو، چې له هغې مودې راهیسې یې تر اوسه، د فلسطین مظلوم خلک په ډله ایزه توګه وژلی، ددوی ځمکې یې غضب کړې او بیګناه کسان یې بندخونو ته اچولې دی.

د افغانستان نهضت اسلامی ګوند او د قدس شریف د پلویانو کلتوری شورا، د چهارشنپه په ورځ، په ډاګه د فلسطین له مظلوم ولس څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او د اسرائیلو تیری او فلسطین ځپنه وغندله. د مراسمو ګدنوالو دا سرطانی ناورغی( اسرائیل) د ټول بشریت پر ضد او د اسلامی هیوادونو لپآره د ننګ یوه لکه وبلله.

دې ګوند د یوه اته مادیز پریکړه لیک په صادرولو سره، په سوریه کې د حضرت نبی کریم (ص) اصحابی حجر بن عودی  زیارت سپکاوی د اسلامی ټولنې پر وړاندې د لویې چلوټې ښکارندویی وبلله او د اسلامی همکارۍ  له سازمان څخه یې هم وغوښتل، څو دیوې محکمې په رامنځ ته کولو سره تورنو کسانو ته سزا ورکړی.

په دې پریکړه لیک کې، پر هیواد د پآکستان د ورستی تیری، او د سوریې په کورنیو چارو کې دیو شمیر هیوادونو د مداخلی د مخنیوی غوښتنه هم شوې. د اعلامیې له مخې، یواخې په ایمان او ریښتینې پریکړې سره کولای شو د افغانستان مسلمان ملت سر لوړی وساتو.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by