د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

په ګلران ولسوالی کی لاریون شوی

د هرات ولایت گلران ولسوالی مرکز د لاریون کونکو لخوا سوځول شوی دی.

په دې ولایت کې امنیتی چاراکو ویلی: پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د وسله والو مخالفینو په ناڅاپی برید کې د یوه قومی مخور په گډون اوو کسانو ته مرگ ژوبله واوښته.

لاریون کونکو د گلران ولسوال په دې پیښه کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

هرات ولایت، ګلران ولسوالی په قره باغ سیمه کی د وسله والو مخالفینو په ناڅاپی برید او د سړک پر سر د یوه ماین د چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوی او پنځه نور ټپیان دی. یوه امنیتی چارواکی چې نه یې د غوښتی نوم یې واخستل شی وایی، له دې پیښې وروسته یو شمیر سیمه ایزو اوسیدونکیو، چې د ګلران ولسوال مجیب الرحمن عبید په دې پیښه کې په لاس لرلو تورنوی، پر ولسوالی برید کړی او د ودانۍ یوه برخه ېې سوځولې ده. خود ګلران ولسوال د لاریون د پخلی ترڅنګ، په دې پیښه کې هر ډول لاسوهنه رد  او د خلکو لخوا په تاوتریخوالی لاس پورې کول یې غندلی دی. له دې سره ښاغلی عبید لاریون د خلکو حق بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ددې ولسوالی یو شمیر اوسیدونکې، دولتی چارواکی پر بی کفایتی اود دولت له وسله والو مخالفینو سره په لاس لرلو تورنوی.

دا هیواد وال په ګلران ولسوالی کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د چنیزو عملیاتو د پیلولو غوښتنه کوی. ګلران ولسوالی، د هرات ښار شمال لورې ته یوسل شل کیلو متری کې پرته ده.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by