د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
سه شنبه، ۱ جوزا ۱۴۰۳ - 21 May 2024

افغانستان د د پاکستان پر وړاندې فرهنګی ډیپلوماسی غوره کړی

افغانستان د د پاکستان پر وړاندې فرهنګی ډیپلوماسی غوره کړی

د چارو ځینی شنونکی وایی، د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست بدلېدونکى نه دى او افغان حکومت ته په کار ده چې له دغه هېواد سره پر خپلو اړیکو او سیاستونو له سره کتنه وکړی.

دوى وایی، چې په تېرو لسو کلونو کې افغان چارواکو په تېره بیا ولسمشر کرزی په وار وار د پاکستانی چارواکو د  همکارۍ جلبولو په موخه دغه هېواد ته سفرونه کړی، خو هر ځل یې پایلې منفی وې.

هغوى په افغانستان کې د بهرنیو په ځانګړې توګه د پاکستان د لاسوهنو د مخنیوی لپاره د افغانانو پر یووالی ټینګار کوی.

د محمود طرزی فکری بنسټ نن په کابل کې په دې اړه چې اوس د افغان دولت لپاره څه کول په کار دی، د چارو یو شمېر شنونکی د بحث لپاره وربللی وو.

سیاسی کارپوه لطیف نظری په دې ناسته کې وویل، افغان دولت دې نور دا تمه نه کوی، چې ګنی د دوى د ښه نیت او دوستۍ د هڅو له امله به پاکستان د افغانستان پر وړاندې دښمنانه ستراتیژی بدله کړی.

نظری زیاتوی، چې په افغانستان کې د امریکا په ګډون د نړۍ د ۴۵ هېوادونو شتون پاکستان دې ته اړ نه کړاى شو چې په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړی او له دې وروسته هم دا تمه ترې نه شی کېداى.

دى افغان دولت ته سپارښتنه کوی، چې د رسمی ډیپلوماسۍ پر ځاى چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا تعقیبېږی، د پاکستان پر وړاندې د ده په خبره فرهنګی ډیپلوماسی خپله کړی.

هغه وایی، چې افغان دولت باید د فرهنګی ډیپلوماسۍ له مخې د پاکستان سیاسی ګوندونو، مدنی بنسټونو، د بشری حقونو او ډیموکراسۍ پلوو بنسټونو، قومی مشرانو، دینی علماوو او بانفوذه څېرو ته مراجعه وکړی او ورسره د اړیکو د رامنځته کولو له لارې په خپله ګټه عامه افکار بدل کړی.

د ده په باور، اوسمهال په نړۍ کې مدنی بنسټونه ډېر اغېز لری او له دې لارې افغان دولت کولى شی د پاکستان پر حکومت فشار راولی.

د هغه په باور پاکستان په کور دننه له حکومت پلوه له ډېرو ستونزو او ان د پاشېدلو له ګواښ سره مخ دى نو په داسې وضعیت کې افغان دولت ته په کار ده چې د پاکستان کمزورتیاوې ورته ګوته کړی چې که لاسوهنه نه بندوی دوى به هم ورته کار وکړی.

ده له بلې خوا د بهرنیو ګواښونو د دفع کولو لپاره په هېواد کې پر ملی یووالی ټینګار وکړ او له افغان دولت څخه یې وغوښتل، چې د هغو ټولو بهرنیو دسیسو د مخنیوی لپاره هڅې وکړی چې د هېواد د خلکو د نفاق لپاره کېږی.

دى همداراز د کارپوه کسانو په کار ګومارل او په حکومت کې اصلاحات هم د خلکو په یووالی رامنځته کولو کې اړین بولی.

بل سیاسی شنونکى افغان لیکوال عبدالحمید مبارز هم په دې ناسته کې وویل، چې نور نو د پاکستان همکارۍ ته د افغان دولت انتظار بې ځایه دى.

دى وایی، چې له هند سره د افغانستان د اړیکو پراختیا او د افغانستان-تاجکستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ په څېر د داسې نورو اقتصادی پروژو د پلی کېدو هڅو او هیلو چې کولى شی افغانستان له اقتصادی پلوه پر خپلو پښو ودروی، د پاکستان دښمنی نوره هم سخته کړې ده.

دى وایی، چې په دې وروستیو کې پاکستان د وسله والو ډلو له لارې هڅه کوی د افغانستان شمال ولایتونه چې پخوا په نسبی ډول ارام وو، ناارامه کړی.

د ده په باور، د پاکستان دا هڅې ښیی چې دغه هېواد نور نو په افغانستان کې په قطعی توګه سوله نه غواړی.

هغه په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو او په تېره بیا د پاکستان د لاسوهنو د مخنیوی لپاره، د افغانانو ملی یووالى رامنځته کول تر ټولو اغېزمنه لاره بولی او پر دولت غږ کوی چې په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړی.

 بل سیاسی کارپوه او د ولسی جرګې غړى کمال ناصر اصولی بیا وویل، چې د پاکستان د لاسوهنو د مخنیوی لپاره اغېزمنه لاره دا ده چې د پاکستان نړیوال ملګری اړ ایستل شی تر څو پر دغه هېواد فشار راولی چې په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړی.

اصولی وایی، چې د افغان دولت د همکاریو له ټولو هڅو سره سره هم پاکستان په افغانستان کې له خپلې ناسمې ستراتېژۍ لاس وانه خیست.

ده هم وویل، چې بهرنۍ لاسوهنې یواځې هغه مهال بندېداى شی چې افغانان سره یو شی، پر یو او بل نوم یو بل ملامت ونه بولی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by