د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

په سوریه کې د کمیایی وسلو د کارولو په هکله اندیښنې

د امریکا او روسیې ولسمشرانو تیره اونۍ په سوریه کې د کمیایی وسلو دکارولو په هکله خبرې کړې دی. دخبرې رسنیو د رپوټونو له مخې: په دې وروستیو کې د سوریې په یوه ښار کې کیمیایی وسله کارول شوی، چې ددې هیواد په جګړه کې ښکیلې خواوې یو او بل ددې وسلو په کارولو تورنوی. په دې هکله د څیړنو لړۍ پیل شوه، خو دا سې ښکاری چې ددې څیړنو منخنیوی د یو شمیر کړیو لخوا کیږی او ددوی د مداخلې له امله تر اوسه دا څیړنې ندی بشپړې شوې.

اوباما او پوتین د خبرو په لړ کې، د سوریې په هکله د خبرو پر دوام هوکړه وکړه. ددې خبرو له مخې، د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو جان کری او سرګې لاوروف ته دنده وسپارل شوه څو، د سوریې په تړاو مسائلو کې له یوه بل سره همکاری وکړی او په دې هکله خپلو خبرو ته دوام ورکړی.

په همدی توګه په سوریه کې د کمییایی وسلو د کارولو په هکله د روسیې بهرنیو چارو وزیر وویل: په دې وروستیو کې په دې هکله داسې ریپوټونه خپریږی چې ریښتنی ندی.

دا په داسې حال کې ده، چې د منځنی ختیځ کارپوهان وایی: دا روښانه خبره ده که دا وسله د هر لورې لخوا کارول شوې وی نښنې نښانې یې پر ځای نه پریږدی. دوی ویلی ددې ډول وسلوپه کارولو د بندیز له امله هم یو لوری نشی کولای، په ډیرې هوسیاینې سره دا وسله وکاروی.

بله خبره، چې د امریکا د غوښتنې په هکله ده، دا ده، له دې سره چې جمهوری غوښتونکې دبشاراسد پر وړاندې د پریکړنده پریکړه غواړی، خو ددې هیواد ولسمشر ویلی هغه مهال به د سوریې د دولت پر  وړاندې ګام پورته کړې، کله چې په دې ډاډه شی چې دولت د خپلو وسله والو مخالفینو پر وړاندې له کیمیایی وسلې کاراخستی دی. د امریکا دولت د افغانستان او عراق له جګړو زده کړی او د جګړې مالی او ځآنی زیان ورته روښانه شوی دی، نو اوس غواړی داستونزې بې مالی او ځانې زیان څخه هوارې کړی.

له همدی امله د امریکا استخباراتی اداره، د عربستان او قطر سره چې د سوریی د دولت له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوی، نږدې اړیکې لری او دوی ته وایی باید هیځ داسی ډول وسله سوریې ته ونه لیږدول شی، چې د اسد رژیم له نسکوریدو وروسته د اسرایلو پر وړاندې وکارول شی.

په سوریه کې له کیمیایی وسلو کار اخستنی، ددې هیواد په دوه کلنې کورنۍ جرګې کې یو نوی پړاو پرانستلی دی  امریکا څو موده وړاندې له دې ډول وسلو کار اخستنه له سرې کرښې تیردنه وښوده ویلی یې وو: که چیرې سوریه له کمیایی وسلو کار واخلی، دا به په دې مانا وی چې سوریه له سرې کرښې تیره شوې او دا تیریدنه به، د سوریی د دولت پر وړاندې د لویدیځ سخت غبرګون له ځآن سره ولری.

له کیمیایی وسلو کار اخستل بیل بیل ډوله شرایط رامنځ ته کوی، ځکه امریکا په همغه حال کې دا اعلان وکړ، کوم چې له متحدینو سره یی پر عراق  د برید هوډ درلود او پر عراق د برید یوه مسئله هم همدا وه.

اوس مهال لویدیځ د سورې په تړاو له بیلا بیلو ستونزو سره مخ دی، که چیری، لویدیځ په نیغه توګه په سوریه کې پوځې مداخله وکړی، نو له ډیریو ستونزو سره به مخ شی. له بلې خوا که چیرې امریکا له مخالفینو سره ډیره مرسته وکړی، نو دا سې هیڅ ژمنتیا شتون نلری، چې دا وسله د بنسټپالو ډلو ته ور ونه رسیږی.

دې ته په کتو سره د سوریې مسئله په یوه څلور لاره کې پرته ده او اوباما هم نه پوهیږی، چې په کومه لاره لاړ شی. له دې سره چې دوی د سوریی له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوی، خو تر اوسه دوی ونشو کولای د سوریې د راتلونکې په کله پوهاوی تر لاسه کړی او یا ددې هیواد ستونزې په هوساینې سره هوارې کړی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by