ملګری ملتونه د سوریې په هکله خبرې پیل کړې
د ملګرو ملتونو د سازمان د بشری حقونو اداره به نن د سوریې د جګړې او بیلاروس پر وضعیت خبرې پیل کړی.
دا د ملګرو ملتونو په سازمان کې دبشری حقونو د شورا درویشتمه عادی غونډه ده؛ چې بحثونه به یې درې اونۍ دوام وکړی.
د امریکا متحدو ایالاتو ، ترکیې او قطر پر دې شورا غږ کړی؛ چې دا اونۍ باید په سوریه کې د خرابیدونکی بشری حالت په اړه عاجل بحثونه وکړی.
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا ځانګړی استازی به د جون په څلورمه نیټه په بیلاروس کې د بشری وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.