د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

د څلورو ملکی کسانو په ګډون د ملی اردو دولس سرتیری وژل شوی دی

د څلورو ملکی کسانو په ګډون د ملی اردو دولس سرتیری وژل شوی دی

د هېواد په ځینو ولایتونو کې د امنیتی پېښو پر مهال د ملی اردو اته سرتېری او څلور عام وګړی وژل شوی دی.

د هلمند د والی ویاند عمر ځواک وویل، چې نن سهار لس بجې د سنګین ولسوالۍ په بازار کې موټرسایکل بم ته د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه ورکړل شوه.

هغه زیاته کړه، چې د چاودنې موخه د ملی اردو سرتېری وو، خو په سیمه کې د ګڼې ګوڼې له امله ملکی وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواک وایی، چې په دې چاودنه کې یو د اردو سرتېرى او یو عام وګړى وژل شوی، درې عام وګړی او درې د اردو سرتېری ټپی ټپیان دی.

د نوموړی په وینا، ټپیان روغتون ته لېږدول شوی، خو د هغوى د روغتیایی حالت په اړه یې څه نه دی ویلی.

بلخواد ملی دفاع وزارت وایی، چې په بېلابېلو امنیتی پېښو کې د ملی اردو اوه سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان دی.

د دغه وزارت له خوا پژواک اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې پرون د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې د ملی اردو څلور سرتېری وژل شوی او یو بل ټپی شوى دى.

دغه راز سرچینې زیاته کړې، چې په کندهار کې د چاودنو له امله دوه د ملی اردو سرتېری وژل شوی، همدارنګه په میدان وردګو ولایت کې هم یو د اردو یو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپیان شوی دی.

بلخوا په اروزګان ولایت کې د ملکی وګړو پر یوه موتر د ماین د چاودنې له امله شپږو ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والی ویاند عبدالله همت وایی، چې دا چاودنه پرون تر غرمې وروسته د ګېزاب ولسوالۍ د اوسېدونکو پر یوه موټر شوې ده.

هغه زیاتوی، چې په دې چاودنه کې درې ملکی وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان دی چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by