د پاکستانی طالبانو د مشر مرستیال، ولی الرحمن مسعود د بې پیلوټه الوتکۍ په برید کې وژل شوی
راپورونه وایی، د پاکستانی طالبانو د مشر مرستیال، ولی الرحمن مسعود په شمالی وزیرستان کې د امریکاد بې پیلوټه الوتکۍ په برید کې وژل شوی دی.
مشال راډیو د سېمه یېزو او طالبانو د منابعو په حواله وایی، ولی الرحمن چې د تحریک طالبان پاکستان د مشر حکمت الله مسعود مرستیال و، تېره شپه په چشمه پل کلې کې د بې پیلوټه الوتکۍ په حملې کې ووژل شو.
د امریکا حکومت د حکمت الله او ولی الرحمن هر یوه پر سر د پنځو میلونو ډالرو انعام ایښی و.
ویل کیږی؛ چې ولی الرحمن مسعود د ۲۰۰۸ م کال سپتمبر میاشت کې په اسلام اباد کې د شریټن هوټل بمی حملې چې له پنځوسو زیات کسان پکې وژل شوی وو، اصلې پلان جوړونکی و.
راپورونه وایی، د بی پیلوټه الوتکې په دې حملې کې د پاکستانې طالبانو د یوه بل جګ پوړې قوماندان نصیرالدین په ګډون، یو شمېر وسله وال هم وژل شویدی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.