د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۲۸ ثور ۱۴۰۳ - 17 May 2024

د کابل نښته د ټولو اوو بریدګرو په وژلو پاى ته ورسېده

د کابل نښته د ټولو اوو بریدګرو په وژلو پاى ته ورسېده

د کابل نښته د ټولو هغو اوو بریدګرو په وژلو، چې پر کابل هوایی ډګر یې راکټی برید کړى و، پاى ته ورسېده او ساحه هم تصفیه شوې ده.

امنیتی مسوولین وایی، چې برید ګر نن سهار څلور نیمې بجې د ١۵مې امنیتی حوزې اړوند د قصبې د کور جوړولو پر سړک یوې نیمکاره ودانۍ ته له ننوتو وروسته په هوایی ډګر راکټی بریدونه کول.

د کابل امنیه قوماندان مل پاسوال ایوب سالنګی نن سهار نهه بجې د پېښې په ځاى کې خبریالانو ته وویل، چې ټول اوه بریدګر وژل شوی، ساحه د امنیتی ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او عملیات پاى ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، چې د بریدګرو له ډلې دوو تنو خپلو واسکټونو ته چاودنه ورکړه او پنځه نور له امنیتی ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې ووژل شول.

امنیه قوماندان زیاته کړه، چې بریدګر په پیکا او راکټ سمبال وو او پنځو یې ځانمرګی واسکټونه هم اغوستی وو.

برید لومړۍ له سبزۍ بار د یوه سوزوکی موټر په واسطه ودانۍ ته ننوتل او یاد موټر د امنیتی ځواکونو پر ډزو وچاودېد.

سالنګی وویل، چې لا تر اوسه هم د بریدګرو هویت نه دى څرګند شوى.

هغه وایی، د دوى موخه د کابل هوایی ډګر و، خو په دې پېښه کې امنیتی ځواکونو او د هوایی ډګر پرسونل ته زیان نه دى رسېدلى او د ډګر دننه یواځې یوه خېمه ویجاړه شوې ده.

عینی شاهدان وایی، چې بریدګرو د سرحدی پولیسو جامې اغوستې وې، امنیه قوماندان هم وویل، چې هر څوک کولاى شی له دا ډول جامو کار واخلی.

دغه نیمکاره ودانۍ د استوګنې کورونو په منځ کې موقعیت لری، خو امنیه قوماندان د ملکی مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

خو د سیمې اوسېدونکی وایی، چې د استوګنې پر سیمو هم څو راکټونه لګېدلی او ښایی مرګ ژوبله یې اړولې وی.

د هوایی ډګر د شمال لوېدیځ اوسېدونکو د ټولنیزې شورا رییس نصیراحمد کوهبندی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې بریدګرو څو ښځې او ماشومان هم برمته کړی وو، خو د امنیتی ځواکونو له خوا وژغورل شول

د یادونې ده، د کابل شمالی برخه کې د ایساف ګډه عملیاتی قوماندانی (ای جی سی) موقعیت لری.

د دې قوماندانۍ مطبوعاتی وویل، چې وسله والو بریدګرو  د کابل د نړیوال هوایی ډګر پر یوې برخې برید کړى دى.

سرچینې زیاته کړه، چې د افغان ملی ځواکونو په مشرۍ د دوى پر ضد عملیات پیل شوی او ایساف ځواکونو ورسره یواځې د مشورې او همکارۍ رول ترسره کوی.

ایساف وایی، که مرسته وغوښتل شی دوى حاضر دی له افغان ځواکونو سره همکاری وکړی.

د کابل پر نړیوال هوایی ډګر دغه برید په داسې حال کې شوی چې ټاکل شوې ولسمشر حامد کرزی نن له قطر څخه بېرته هېواد ته را وګرځی.

وړاندې تر دې ویل کېدل، چې د کابل نړیوال هوایی ډګر د هر ډول الوتنو لپاره تړل شوى، خو وروسته اعلان وشو، چې د عملیاتو له پاى ته رسېدو سره سم الوتنې بېرته پیل شوې او هوایی ډګر عادی بڼه غوره کړې ده

له بلې خوا افغان ولسمشر حامد کرزی دغه برید په کلکه غندلى او پر وړاندې یې د امنیتی ځواکونو چټک غبرګون ستایلى دى.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی: “ولسمشر د دغه ترهګریز برید په اړه د خبر له خپرېدو وروسته وویل، چې دهېواد زړور امنیتی ځواکونه اوس د دې وړتیا لری، چې د دښمن د هر ډول بریدونو مخه ونیسی، د خپلو خلکو او هېواد ساتنه وکړی.”

هغه زیاته کړې: “ترهګر نه شی کولاى، چې په ورته برېدونو د افغانستان د خلکو هغه تګلورى، چې سولې او پرمختګ ته د رسېدو لپاره یې پیل کړى، بدل کړی، یقیناً، چې پر دې به هېڅکله خپلو ناوړه موخو ته ونه رسېږی.”

هغه په دغه  برید کې د دوو ټپی شوو ملکی وکړو د روغتیا هیله څرګنده  وکړه.

د دغه ډله ییز برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستى دى.

د طالبانو د یوه ویاند له خوا پژواک ته په راستول شوی پیغام کې ویل شوی، د دوى ځانمرګی چې په درنو او سپکو وسلو سمبال وو، نن سهار د کابل پر پوځی هوایی ډګر ډله ییز برید کړى دى.

سرچینې ادعا وکړه، چې تر دې مهاله  افغان او بهرنیو امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله او زیان اوښتى دى.

د ویلوده، وسله والو طالبانو د روان کال په وری میاشت کې هم د کابل ښار په شېرپور سیمه، د دارلامان په سړک د ملی شورا پر وړاندې او د څرخی پله  په پکتیا کوټ کې د سپکو او درنو وسلو په وسیله په دولتی او بهرنیو تاسیساتو بریدونه وکړل، چې له ١٨ ساعتونو مقاومت وروسته ټول ١۵ بریدګر د امنیتی ځواکونو له خوا ووژل شول.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by