د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۱۶ ثور ۱۴۰۳ - 5 May 2024

د تروریزم خلاف جګړې اسلامی نړۍ کې افراطیت ډېر کړی

د تروریزم خلاف جګړې اسلامی نړۍ کې افراطیت ډېر کړی

 ولسمشر حامد کرزی د امریکا او اسلامی نړۍ په نړیوال کنفرانس کې وویل، غرب باید د اسلامی نړۍ ښه وغواړی او اسلامی نړۍ ته د استعمار د دورې له نظره ونه ګوری.

د ولسمشر کرزی په ګډون د امریکا او اسلامی نړۍ نړیوال کنفرانس تېره ورځ د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې جوړ شو.

ولسمشر په دغه کنفرانس کې په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې شوو پرمختګونو ته د اشارې په ترڅ کې ویلی، چې د افغانستان خلک د دغو پرمختګونو په رامنځته کولو کې د امریکا له متحده ایالاتو، لوېدیځې او اسلامی نړۍ منندوی دی.

خو هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې له شوو پرمختګونو او کتنې وړ بریالیتوبونو سره سره له ۲۰۰۱ میلادی کال وروسته په افغانستان کې د تروریزم پر خلاف پیل شوې جګړې له بده مرغه افغانستان او سیمې ته نه یواځې خوښۍ ور په برخه نه کړې، بلکې د منفی اغېزو لمن یې ان تر افریقا پورې وغځېده.

ولسمشر کرزی ویلی: “ما د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رییس بارک اوباما او د لوېدیځو هېوادونو له مشرانو سره په وار وار په دې اړه خبرې کړې، چې ایا موږ د تروریزم پر خلاف جګړه کې بریالی شوی یو؟ ایا موږ د تروریزم لپاره کوم تعریف پیدا کړی دی؟ تروریست څوک دی؟ ایا تروریزم د افغانستان په کلیو، باڼدو او کورونو کې و؟ ایا موږ د تروریزم پټن ځایونو ته پاملرنه وکړه؟”

ولسمشر زیاتوی، چې د تروریزم پر خلاف د دې جګړې په ترسره کولو سره له پاکستان او افغانستان څخه نیولې تر مالی او نایجریا پورې په اسلامی نړۍ کې افراطیت ډېر شوی دی.

ولسشمر په خپلو خبرو کې پوښتنه کوی، دغه افراطیت چې په اسلامی نړۍ کې ډېر شوی، ایا دا د تروریزم پر خلاف د جګړې غیر مترقبه پایله ده او که د ځینو په عقیده دغه کار د امریکا او لوېدیځ له خوا په قصدی ډول ترسره شوی دی؟

 ولسمشر زیاتوی: “زما په باور دا ضروری ده چې د امریکا په مشرۍ لوېدیځه نړۍ اسلامی نړۍ ته د دې وضاحت ورکړی چې ایا امریکا د فلسطین او اسرایلو د لانجې په اړه بې طرفی اختیار کړې او یا یې په دې اړه د بې طرفۍ ذهنیت ورکړی دی؟ ځواب روښانه دی چې، نه.”

افغان ولسشمر وایی، د فلسطین خلک باید په سوله کې سوکاله ژوند وکړی او لکه د اسرایلو په څېر خپل دولت ولری.

هغه زیاتوی: “ایا دا د لوېدیځ هیله هم ده چې باید ترسره شی؟ که چېرې دا د لوېدیځ هیله ده بیا نو د دې موضوع وضاحت نه دی ورکړل شوی.”

د حامد کرزی په وینا، په اسلامی نړۍ کې دغه ذهنیت مخ په ډېریدو دی چې افراطیت د لوېدیځ له خوا تقویه شوی دی.

دى وایی، پوښتنه دا ده چې دغه کار ولې او د کوم هدف لپاره ترسره شوی؟ او که چېرې د لوېدیځ دا هدف نه وی او دغه کار یې نه وی ترسره کړی نو باید چې اسلامی نړۍ ته د دې موضوع وضاحت ورکړی او که تېروتنې شوې وی نو د اصلاح لپاره یې باید کار وکړی.

د ولسمشر د ویاندوى د دفتر د خبرپاڼې له مخې، حامد کرزی په یاد کنفرانس کې ویلی، چې نن له پاکستان څخه نیولې تر نایجریا پورې اسلامی نړۍ له بحران سره مخ ده.

کرزی زیاته کړې: “ایا دا ټول د مسلمانانو تېروتنه ده او که ایا دا د بې عدالتۍ او که د ناسمې حکومتوالۍ نتیجه ده او که ایا بهرنی عناصر په دې کې ښکېل دی؟”

د هغه په اند، د مسلمانانو په حکومتونو او ټولنو کې داسې څه شته چې باید اصلاح کړل شی، مسلمانان ښه تعلیم ولری او لکه څنګه چې ښایی هماغسې ځان له حالاتو سره برابر کړی او د نورو ادیانو پر وړاندې بردباره و اوسی.

همدا راز کرزی ویلی: “زموږ غربی ملګری باید ښه نیت ولری او اسلامی نړۍ ته د استعمار د دورې له نظره ونه ګوری، د اسلامی نړۍ ښه وغواړی او په نویو اړیکو کې دوه اړخیزې ګټې په پام کې ونیسی.”

هغه ویلی، چې دا نړۍ د ټولو ګډه نړۍ ده او ټول په کې د ښه ژوند کولو حق لری.

ولسمشر کرزی یاد کنفرانس ته په خپله وینا کې د “مادر ترزا” یادونه کړې او ویلی یې دی چې هغه یوه غربی-عیسوۍ ښځه وه، هندوستان ته ولاړه او هلته یې د انسانانو د یوې لویې کتلې خدمت وکړ چې په کې مسلمانان، هندوان او عیسویان شامل وو.

کرزی ویلی، چې دغه مثال باید لوېدیځه نړۍ عملی کړی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by