د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۲۸ ثور ۱۴۰۳ - 17 May 2024

په قطر کې له افغانانو سره د ولسمشر لیدنه

په افغانستان کې سوله رامنځ ته کیدونکې ده او دې ته د رسیدو په موخه به له ټول ځواک څخه کار واخستل شی.

دا ځرگندونې ولسمشر حامد کرزی په قطر کی، د یو شمیر هیوادوالو سره دلیدنې پر مهال کړې دی. ولسمشر حامد کرزی به، چی قطر هیواد ته یې سفر کړی، ددې هیواد له امیر سره هم په دی هکله خبرې وکړی.

په دې لیدنه کې، چې د شنبه په ورځ ناوخته، د قطر په پلازمینه دوحه کې تر سره شوه، یو شمیر عالمانو، مشرانو، مخورو، سوداګرو او ځوانانو ګډون کړی ؤ. ولسمشر حامد کرزی په قطر هیواد کې میشتو افغانانو ته وویل: افغانانو په هیواد کې د سولې د ټینګښت په لاره کې ډیره قربانی زغملې او زه ډاډه یم چې دې هیلې ته، چې د سولې ټینګښت دی رسیږو.

ښاغلی کرزی ټینګار وکړ، چې په هیواد کې د سولی د ټینګښت لپاره به له خپل ټول توان او ځواک څخه کار واخلی. له دې سره ښاغلی کرزی زیاته کړه: مونږ د سولې غوښتونکی یو، خو له دی سره باید لسکلنې لاسته راوړنې، چې خپلواکی، ملی حاکمیت اوغزت دی، وساتل شی.

ښاغلی کرزی یوځل بیا مخالفینو ته په خطاب کې وویل: خپلې خاورې اوکورنو ته راوګرځئ او پردیو له تړلتیا ځانونه وژغورئ!.

همدارنګه ولسمشر له بهرنیانو هم وغوښتل څو ملی حاکمیت، رسومو او د افغانستان د خلکو دودونو ته درناوی ولری، د خلکو کورنو او جوماتونو ته د له تګه ډډه وکړی.

د سولې عالی شورا رئیس صلاح الدین ربانی هم وویل: جګړه د ستونزو هوارولو لاره نده او باید خپل منځی شخړې د خبرو له لارې له منځه یوسو.

همدارنګه ولسمشر د هیواد له سوداګرو او پانګه والو وغوښتل، څو په خپل هیواد کې په پانګونې او کار سره د هیواد په رغاونه کې ونډه واخلی.

د لیدنې پر مهال په قطر کې میشتو افغانانو، هیله مندی څرګنده کړه، څو دا سفر په هیواد کې د سولې د ټینګښټ لپاره ګټورې پایلې ولری او د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې له دې نورې هم ټینګې کړل شی. دوی په هیواد کې د سولې ټینګښت اړین وباله او له ولسمشر څخه یې وغوښتل، څو په قطرکې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارۍ په برخه کې د دې هیواد له چارواکو سره خبرې وکړی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by