د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۶ سرطان ۱۴۰۳ - 26 June 2024

سوریې دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې له کیمیاوی وسله کار اخستنه رد کړه

سوریې دولت د وسله والو مخالفینو  پر وړاندې له کیمیاوی وسله کار اخستنه رد کړه

 سوریې د امریکا هغه ادعا رد کړه چې وایی، د سوریې رژیم، د یاغیانو پر ضد جګړه کې کیمیاوی وسلې کارولې دی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، د واشنګټن دا بیان له درواغو ډک دی او په جعلی معلوماتو بنا دی.

 سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ویلې وو، شواهدو ښودلې چې د بشار الاسد رژیم  د سارین غاز په ګډون، کیمیاوی وسلې استعمال کړى او له امله یې د سلو او یو سل او پنځوسو تر منځ کسان وژل شوی دی.

 د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین  د بهرنۍ پالیسۍ جګپوړی سلا کار نن وویل،  کوم معلومات چې د امریکا متحده ایالاتو د سوریې د حکومت له خوا د کیمیاوی وسلو د استعمال په اړه دوى ته ورکړی، د قناعت وړ نه بریښی.

 یوری یوشاکوف نن وویل، د امریکا د حکومت دا پریکړه چې د سوریې د یاغیانو پوځی ملاتړ به پراخ کړی، د سولې د یوه نړیوال کنفرانس د جوړولو لپاره د مسکو او واشنګټن هلې ځلې له ستونزو سره مخامخوی.

 د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ نن وویل، هیواد یې د واشنګټن له ارزونې سره موافق دی.

 د ناتو عمومی منشی اندرس فوګ راسموسن وایی، د امریکا د متحده ایالاتو د واضح بیان هرکلی کوی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by