په الماتا کې پولیسو د مسلمانانو د ټولنې یو مشر نیولی دی
د الماتا پولیسو د قزاقستان د مسلمانانو د اتحادیې په نوم د یوه غیر حکومتی سازمان مشر ونیو.
مراد تلیبیګف او د هغه ملاتړ کونکو پلان درلود چې نن د الماتا د ښاروال د دفتر مخې ته را غونډ شی او هغه د قزاقستان په دې لوی ښار کې پر ټولنیزو مسایلو بحث ته را وبولی.
د مراد تلیبیکف میرمنې ویلی، چې پولیسو د هغه وکیل ته اجازه نه ده ورکړې چې؛ د پوښتنو په وخت حاضر وی.
د الماتا د پولیسو د دفتر یوه ویاند نن ازادی راډیو ته وویل چې؛ تلیبیکف تر هغه وروسته ونیول شو چې، د ښار یوه اوسیدونکی دوی ته خبر ورکړ چې؛ تلیبیکف هغه یوې غیر قانونی عمومی غونډې ته بللی وو.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.