په ننګرهار کې نوى اسلامی پوهنتون جوړیږی
د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال وایی، چې ډېر ژر به په ننګرهار ولایت کې د اسلامی هېوادونو په مرسته نوى اسلامی پوهنتون جوړ شی.
زاخېلوال دغه څرګندونې پرون ناوخته په جلال اباد ښار کې له ځایی خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دی.
نوموړی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې څه موده وړاندې د اسلامی هېوادونو په ګډ کنفرانس کې د افغانستان لپاره یو اسلامی پوهنتون منظور شوى و، چې وروسته د افغانستان کابینې هم په غوڅ اکثریت سره په ننګرهار کې د دغه پوهنتون جوړېدل تصویب کړ.
زاخېلوال وایی: ((دغه پوهنتون په به ننګرهار کې جوړیږی او دا د دغه ولایت لپاره یو پرمختګ دى)).
د نوموړی په وینا، د دغه پوهنتون په جوړېدو به له ٧٠ څخه تر ٨٠ میلیونو ډالرو پورې لګښت راځی چې د نړیوال اسلامی پراختیایی بانک له لوری به ورکول کېږی.
د ده په خبره، تر اوسه په ننګرهار کې د دغه پوهنتون لپاره ځاى نه دى انتخاب شوى، خو څه موده وروسته به له مرکز څخه یوه ډله راځی او په دې اړه به سروې وکړی.
د مالیې وزیر ډاکټر زاخېلوال وویل، چې د کابل-جلال اباد د دویم سړک لپاره او همداراز د جلال اباد-تورخم د سړک لپاره دولت بودیجه لری او ډېر ژر به یې کارونه چټک شی.
هغه د بهسودو پول په اړه وویل، چې د دغه پله لپاره هم بودیجه لری، نو کار یې د فواید عامې وزارت اړوند، چې پر مخ یې بوځی.
نوموړى د حصارشاهی صنعتی پارک په اړه وایی، چې د برېښنا ستونزې دوى اندېښمن کړی وو، هیله من دی دغه ښارګوټی ته ډېر ژر سوداګر راشی او په پارک کې یې باید فابریکې جوړې شی.
زاخېلوال دا هم وایی، چې د ننګرهار په پوهنتون کې دوى د شپږ میلیونه ډالرو پروژه لری چې لا یې تر اوسه کارونه نه دی پیل شوی.
د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال په جلال اباد ښار کې له ګڼ شمېر ځوانانو، قومی مشرانو او د پوهنتون له استادانو سره هم ولیدل.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.