د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
دوشنبه، ۱۷ ثور ۱۴۰۳ - 6 May 2024

هلمند او پکتیکا کې لس وسله وال وژل شوی دی

هلمند او پکتیکا کې لس وسله وال وژل شوی دی

امنیتی چارواکی وایی، چې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج او د پکتیکا په وړممۍ ولسوالیو کې لس  وسله وال طالبان وژل شوی.

په نهر سراج کې د پولیسو د لومړی کنډک قوماندان سمونوال عبدالستار نورزى وایی، تېره ورځ طالبانو غوښتل، چې د طبلې، ګوبند، الکوزو او پوپلزو د ښاخونو او د باغرانیانو په کلی کې د ملی اوسیمه ییزو پولیسو پر امنیتی پوستو بریدونه  وکړی.

نوموړی وویل، پولیس له مخکې د ځاىی خلکو په مرسته خبر شول او جګړه پیل شوه، چې دوه ساعته یې دوام وکړ.

د ده په خبره، په یاده جګړه کې اته وسله وال ووژل شول، دوه ټپیان او دوه ژوندی ونیول شول.

دى زیاتوی، چې په نیول شوو کې د سید علی په نوم د وسله والو  ډلمشر هم شته، چې د سیمې په ناامنۍ کې یې ډېر رول لاره.

نیول شوی سیدعلی خبریالانو ته وویل، چې د ګرشک ولسوالۍ په  بېلابېلو سیمو کې په ځانګړې توګه په نهر سراج کې یې د دولت پر وړاندې فعالیت کاوه.

سید علی زیاتوی،چې دوسله والو بریدونو تر څنګ دماین په ایښودلو کې هم مهارت  لری او ګڼ ماینونه  یې په همدی سیمه کې خښ او چاودنې ورکړې دی.

د پوپلزو سیمې یوه امنیتی سرچینه ،چې نه غواړی نوم یې واخیستل شی وایی، چې  په یاده  جګړه کې یو سیمه ییز پولیس  وژل شوى او بل ټپی  دى.

طالب ویاند قاری یوسف احمدی په یاده سیمه کې د خپلو دوو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ  ګڼو دولتی سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.

د یو بل خبر له مخې، د پکتیکا په سرحدی ولسوالۍ وړممۍ کې له پولیسو سره په جګړه کې دوه وسله وال وژل شوی دی.

د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ وویل، چې وسله والو د سرحدی پولیسو پر امنیتی پوسته برید وکړ، چې په پایله کې دوه برید کوونکی ووژل شول او مړی یې د جګړې په سیمه کې پاتې دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by