پکتیکا کې ځانمرګى موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شو
چارواکی وایی، د پکتیکا په ګیانې ولسوالۍ کې پولیسو یو ځانمرګى وژلى او یو خر چې چاودېدونکی توکی پرې بار و هم تلف شوى دى.
د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسول دولت خان ځدراڼ ته وویل، ځانمرګی، چې پر یوه خره چاودېدونکی توکی هم بار کړی و، غوښتل سرحدی پولیسو ته ځان نږدې کړی، خو هغوى پرې شکمن شول او ویې واژه.
د امنیه قوماندان په خبره، چې په خره بار چاودېدونکو توکو ته پولیسو چاودنه ورکړه او خر هم په کې تلف شوى دى.
نوموړى زیاتوی، په چاودنه کې پولیسو ته کوم زیان نه دى اوښتى.
د کورنیو چارو وزارت له لوری رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، د پکتیکا په ګیانې ولسوالۍ کې پر دوو خرو بار چاودېدونکی توکی د پولیسو له لوری له منځه وړل شوی دی.
وسله وال طالبان د دې پېښې په اړه څه نه دی ویلی، خو ذبیح الله مجاهد وایی، چې د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې یې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید کړى او څلور بهرنی سرتېری یې وژلی دی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.