د کلات او عینو مېنې د ځانمرګو پلان کوونکی ووژل شول
د کندهار امنیتی مسوولین وایی، چې د وسله والو طالبانو هغه پنځه کسیزه ډله یې له منځه وړې، چې د کلات او عینو مینې ځانمرګی بریدونه یې پلان کړی وو.
د روان لمریز کال د غویی په ٢٧مه د کندهار ښار په عینو مېنه کې ځانمرګی برید ٩ تنه ووژل او تر ٧٠ زیات یې ټپیان کړل ، چې ډېرى یې ملکی وګړی وو.
دغه راز تېره ورځ د زابل په مرکز کلات ښار کې پر ولایتی شورا ځانمرګى برید وشو ، چې په پایله کې یې شپږ بریدګر ووژل شول او د دوو وکیلانو په ګډون ٢٠ تنه ټپیان شول.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وایی، چې دوى د عینو مېنې په برید کې د لاس لرلو په تور ځینې کسان ونیول او یو شمېر نور یې په تېښته بریالی شوی وو.
هغه زیاته کړه، چې دوى د دغو کسانو په لټه کې وو او پرون یې د زابل د شهر صفا او د کندهار د ارغستان ولسوالیو تر منځ په چغنی سیمه کې د استخباراتی راپورونو له مخې پیدا کړل.
د نوموړی په وینا، یاده ډله چې پنځه کسان وو د خپل سرګروپ په ګډون ټول د پولیسو له خوا ووژل شول.
د کندهار امنیه قوماندان وایی، چې دغو کسانو د عینو مینې د ځانمرګی برید په ګډون د زابل د پرونی برید په پلانېدو کې هم لاس درلود.
جنرال رازق وویل، چې هغوى پرون د زابل تر برید وروسته هڅه کوله، چې بېرته د پاکستان خاورې ته واوړی، خو د پولیسو له خوا یې مخه ونیول شوه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.