د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
شنبه، ۲۹ ثور ۱۴۰۳ - 18 May 2024

پر وسله والو مخالفینو دې پوځی فشار ډېر شی

پر وسله والو مخالفینو دې پوځی فشار ډېر شی

د مشرانو جرګې مشر وایی، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره باید حکومت د سولې پروسې تر څنګ په ځینو حالاتو او سیمو کې پر وسله والو مخالفینو پوځی فشار راوړی.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار دغه څرګندونې د دې جرګې په نننۍ عمومی غونډه کې په داسې حال کې کوی، چې تېره ورځ په کابل او زابل ولایتونو کې ډله ییز ځانمرګی بریدونه وشول.

پرون ٧ وسله والو له یوې نیمکاره ودانۍ پر نړیوال هوایی ډګر برید وکړ، چې په پایله کې یې برید کوونکی ووژل شول او دوه ملکی وګړی برسېرن ټپیان وو.

دغه راز پرون د زابل د ولایتی شورا پر ودانۍ هم وسله والو مخالفینو ډله ییز برید وکړ، چې په پایله کې یې شپږ برید کوونکی ووژل شول او د دوو وکیلانو، پولیسو او عامو وګړو په ګډون ٢٠ تنه ټپیان شول.

مسلمیار د دغو بریدونو د غندنې تر څنګ د سولې روانه پروسه یاده کړه، خو ویې ویل تر هغه چې وسله وال مخالفین ضعیف شوی نه وی، د سولې لپاره نه چمتو کېږی.

هغه زیاته کړه: ((سوله زموږ ضرورت او د قران حکم دى، خو سوله په سوال نه راځی، حکومت باید وښیی، چې موږ پر سوال سوله نه غواړو.))

هغه زیاته کړه : ((ترڅو چې څوک سولې ته مجبور نه شی، سوله نه کوی او زموږ د سولې غږ بې نتیجې دى او هغه ځکه، چې موږ د سولې غږونه کوو او هغوى (مخالفین) خلک وژنی، باید زور ورته وښودل شی.))

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د زابل استازی محمد داوود حساس تور پورې کړ، چې د تېرې ورځې ځانمرګو بریدکوونکو سره د افغان دولت لوړپوړی چارواکی لاس لری.

هغه په دې اړه د کوم چارواکی نوم یاد نه کړ او زیاته یې کړه : ((که ورسره لاس ونه لری، هغوى ( مخالفین) نه شی کولاى، چې خپلو موخو ته ورسیږی.))

خو په یاده جرګه کې د بامیانو استازی هدایت الله رهایی وویل، چې حکومت د ځینو ستونزو له امله نه شی کولاى د ځانمرګو بریدونو مخه ونیسی. خو هغه ونه ویل چې دغه کومې ستونزې دی؟

هغه وایی، چې په افغانستان کې د ځانمرګو او نورو بریدونو تر شاه د پاکستان د پوځ لاس دى.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by