د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

فهیم وایی پر ډیورنډ کرښه خبرو ته چمتو یو

فهیم وایی پر ډیورنډ کرښه خبرو ته چمتو یو

د ولسمشر لومړى مرستیال د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزه بولی او وایی، افغان دولت حاضر دى چې د مذاکرې له لارې دې ستونزې ته د حل معقوله لار پیدا کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر حامد کرزی د غویی په ١۴مه وویل، چې هېڅکله به د ډیورنډ کرښه په رسمیت ونه پېژنی او په اړه یې ان خبرو ته هم حاضر نه دى.

کرزی ویلی وو، چې پاکستان په سرحدی سیمو کې د ستونزو د راولاړولو له لارې غواړی د افغانستان خلک د ډیورنډ کرښې په اړه خبرو ته اړ باسی او دا کرښه په رسمیت وپېژنی.

د ولسمشر لومړى مرستیال محمدقسیم فهیم چې نن یې د والیانو ملی کنفرانس ته په کابل کې خبرې کولې، ډیورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ بېلوونکې کرښه وبلله او ویې ویل، چې له امله یې تل د دواړو غاړو خلک ځورېدلی دی.

فهیم وړاندیز وکړ، چې د ستونزې د حل په موخه دواړه هېوادونه د امریکا او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب سره خبرو ته کېنی.

د ولسمشر مرستیال زیاته کړه: “موږ تیار یو چې د پاکستان ګټې په معقولې طریقې سره داسې چې په مقابل کې د افغانستان د خلکو ګټې په ښکاره توګه ترلاسه او خوندی شی، په پام کې ونیسو او خپلې ستونزې حل کړو.”

ده وویل، څنګه چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپلې ګټې لری، دا ډول افغانستان هم خپلې ګټې لری.

هغه تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپایی هېوادونو تر منځ د سرحدی ستونزو حل ته په اشارې سره وویل، چې سرحدی ستونزې باید د جګړې او وسلې پر ځاى د معقولې، منطقی او عادلانه مذاکرې له لارې څنګه چې په نړۍ کې دود ده او تجربه شوې، حل شی.

خو فهیم په ضمنی توګه پر پاکستان غږ وکړ، چې که د زور او پر افغانانو د تېری له لارې وغواړی خپلې غوښتنې پر افغانانو تحمیل کړی، نو “دا ارمان به ګور ته یوسی. هېڅ امکان نه لری، هېڅ پوځی قدرت دغه کار نه شی کولى.”

هغه وویل، د افغانستان په سرحدی ولایتونو کې پیسې او پاکستانۍ تذکرې وېشل کېږی چې په باور یې جنجال زېږوونکى کار دى او د دواړو هېوادونو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کوی.

ده د پاکستان له نوی حکومت او پوځ څخه غوښتنه وکړه، چې دا ډول حرکتونه پرېږدی، تر څو موضوع تر جګړې ونه رسېږی.

د ډیورنډ کرښه په ١٨٩٣ میلادی کال کې د انګلیسانو له خوا د وخت د برېتانوی هند او افغانستان تر منځ د پولې په توګه رامنځته شوه، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړیوالې پولې په توګه نه ده منلې.

په ١٩۴٧ میلادی کال کې، چې پاکستان جوړ شو او د اوسنی خیبر پښتونخوا او بلوچستان سیمې په کې شاملې شوې، کابل بیا هم دغه پوله ونه منله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عزیزاحمد چوهدری شاوخوا یوه میاشت وړاندې په خپلو خبرو کې د ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ حل شوې موضوع وبلله.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by