د سوریې په مارجه میدان کې ځآنمرګو بریدونو نږدې پنځوس ته مړه او ټپیان کړل
د سوریې دولتی تلویزیون وایی، دوو ځان وژونکو د دمشق په مرکزی برخه مارجه میدان کې حمله وکړه، لږ ترلږه ۱۴ کسان یې ووژل او له دېرشو زیات یې ټپیان کړل.
ویل کیږی چې، حمله د سوریې د مهاجرت او پاسپورټ وزارت ته نږدې شوې ده.
د سوریې د بشری حقونو څارونکې ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی؛ هم حمله تایید کړې، خو وایی، چې حمله د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمه کې د ځای پرځای شویو بمونو په واسطه شوې ده.
د الاخباریه تلویزیون د چاودنې په سیمه کې د زیانمو شویو موټرو او په وینو باندې د ککړو پلیو لارو تصویورونه خپروی او امبولاسونو ښکاری چې؛ د چاودنې ټپیان انتقالوی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.