د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ویلو لپاره آمنه افضلی مشرانو جرګې ته ورغوښتل شوې وه

د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیره آمنه افضلی، نن سه شنبه د خلکو استازو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره مشرانو جرگې ته ورغوښتل شوې وه. د مشرانو جرگې غړیو لخوا له میرمن افضلی څخه، د پرمختیایی، بوختیا، د معلولینو ستونزو د هواری او په هیواد کې د بیکاری دیرښت د لاملونو په هکله پوښتنې وشوې. سناتورانو، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت کارکونکی په کمکاری او بې کفیایتۍ تورن کړی ویلی یې دی: که چیرې دولت د نړیوالې ټولنې په مرسته، د وزګارتیا، د معلولینو دستونزیو په هواری او د ټولنیزو ستونزو له منځه وړلو په برخه کې کار کړی وی، نو اوس به د هیواد ځوانانو چې کار ځواک دی له هیواده نه تښتیدل. خو میرمن آمنې افضلی، د وزګارتیا لوی لامل د بودیجې نشتون او بنسټیزو پروژو ته د نړیوالې ټولنې نه پاملرنه وښوده وویل: که چیرې مرسته شوې پیسې په تیرو لسو کلونو کې په بنسټیزو پروژو لګیدلې وی، نو اوس به په هیواد کې د بیکاری کچه ډیره ټیټه وه. یو شمیر سناتورانو، په هیواد کې د بهرنیو کارکونکو شتون هم د وزګارتیا د ډیریدو لامل وښود. په همدی توګه، په هیواد کې د بیکاری ډیرښت، ګاونډیو هیوادونو لکه: ایران او پآکستان ته په غیر قانونی توګه د ځوان نسل تګ ډیر شوی، چې د لارو په اوږدو کې ډیری اقتصادی کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by