د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه

آرشیو ماه : June 2013

د امریکا کانګریس د افغان جګړې ختمولو غوښتنه وکړه

د امریکا کانګریس د افغان جګړې ختمولو غوښتنه وکړه د امریکا کانګرېس په افغانستان کې د روانې جګړې د پاى ته رسولو لپاره رایه ورکړه او یو قرارداد یې تصویب کړ، چې تر ٢٠١۴ کال وروسته د پاتې کېدونکو امریکایی سرتېرو په اړه به رایه اچونه کوی. دغه قرارداد د امریکا د ولسی جرګې د […]

پرکندهار هم د پآکستان د توغندیو بریدونه پیل شول

دا ځل کندهار د پآکستان د توغندیو د بریدونو قربانی شو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چې؛ پرون د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د “لوی بند” له سیمې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پر پرتو سرحدی ځواکونو د توپ او هاوان حملې شوې دی. د دې وزارت ویاند جانان موسی زی […]

ولسمشر کرزی ایران ته په کامیابی سره د انتخاباتو د ترسره کېدو مبارکی وویله

ولسمشر کرزی ایران ته په کامیابی سره د انتخاباتو د ترسره کېدو مبارکی وویله د افغانستان ولسمشر د ایران دولت او خلکو ته په دې هېواد کې په کامیابۍ سره د انتخاباتو د ترسره کېدو مبارکی وویله. ارګ ماڼۍ نن په یوې مطبوعاتی اعلامیې کې وویل چې؛ جمهور رییس حامد کرزی په ارامې او د […]

سوریې دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې له کیمیاوی وسله کار اخستنه رد کړه

سوریې دولت د وسله والو مخالفینو  پر وړاندې له کیمیاوی وسله کار اخستنه رد کړه  سوریې د امریکا هغه ادعا رد کړه چې وایی، د سوریې رژیم، د یاغیانو پر ضد جګړه کې کیمیاوی وسلې کارولې دی. د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، د واشنګټن دا بیان له درواغو ډک […]

په افغانستان کې د لاسته راوړنو د له منځه تلو په اړه د ډانفورډ خبرداری

په افغانستان کې د لاسته راوړنو د له منځه تلو په اړه د ډانفورډ خبرداری په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ډانفورډ خبرداری ورکړی چې؛ له دې هیواد سره د نړیوالو مرستو کمېدل به په تیرو دولسو کلونو کې شوی پرمختګونه له لاسه وباسی. جنرال ډانفورډ پرون (جمعه) وویل چې؛ د ۲۰۱۴ […]

په خوست کې بمی چاودنې ٨ ملکی وګړی ووژل

نن له غرمې وروسته ٢ بجې په د خوست د لکڼو د چولانو د سیمې په یوه هدیره کې په صرف ډوله موټر پسې بمی چاودنه شوې، چې له کبله یې اته تنه ملکی وګړی وژل شوی دی.  په وژل شویو کسانو کې د یوې کورنۍ پنځه تنه غړی ، یو تن د کلی ملا […]

بمی چاودنې پنځه تنه پولیس ووژل

نن سهار نهه بجې د پکتیکا ولایت د جانی خیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو په رینجر موټر پسې د سړک د غاړی بمی چاودنه شوې، چې له کبله یې پنځه تنه پولیس وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان شوی دی. د پکتیکا ولایت چارواکی وایی، یاده پیښه هغه مهال رامنځته شوه، چې […]

نړیوال له طالبانو د پآکستان له ملاتړه سترګې پټوی

نړېوال له دې سترګې پټوی چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوی د افغانستان جمهوری ریاست وایی چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په ملاتړ د وسله والو طالبانو د تروریستی حملو د دوام په وړاندې د امریکا پټه خوله پاتې کیدل د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتی تړون امکان کمزوری کوی. ایمل فیضی […]

حامد کرزی وایی دطالبانو تر شا بهرنیان ولاړ دی او له دوی څخه په خپله ګټه کار اخلی

حامد کرزی وایی دطالبانو تر شا بهرنیان ولاړ دی او له دوی څخه په خپله ګټه کار اخلی ولسمشر حامد کرزی وایی چې د وسلوالو طالبانو تر شا بهرنی قوتونه ولاړ دی او دوی استعمالوی. ولسمشر دغه څرګندونې  د افغانستان دعالمانو سراسری شورا سره  د لیدنې پر مهال کړې دی. هغه زیاته کړې : (( […]

د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتی سند خبرې وروستی پړاو ته رسېدلی

 د امریکا د دفاع وزیر وایی، چې له افغانستان سره پر امنیتی سند خبرې اترې وروستی پړاو ته رسېدلې دی. د امریکا دفاع وزیر چک هېګل دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د سنا مجلس یوې غونډې ته کړې دی. هغه زیاته کړه، چې امریکا به تر ٢٠١۴ زېږدیز کال وروسته هم په افغانستان کې […]

د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by