د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
جمعه، ۱۴ ثور ۱۴۰۳ - 3 May 2024

د ترکیې او سوریې ترمنځ ناندرۍ

د ترکیی په ریحانی ښار کې، چې له سوریې سره ګډې پولې ته نږدی پروت دی د دوو چاودنو په ترڅ کې د ترکیې دولت د تور ګوته سوریې ته ونیوله، د سوریې د اطلاعاتو وزیرعمران الزعبی، دا تورنه رد کړل وویل: سوریه ارزښتونو ته درنښت لری او هیڅ کله دا کړنه نه تر سره کوی.

د ریپوټونو له مخې په دې چاودنو کې دری څلویښت کسان وژل شوی دی.

ترکیه د سوریې دولت له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوی او د سوریې په ریحانی ښآر کې ډیری سوریې کډوالو ته ځای ورکړل شوی دی.

د ترکیې دولت ویلی: دا چاودنی د سوریې لخوا په ترکیه کې د سیمو ایزو خلکو او سوریې ګډوالو ترمنځ د نښتو او شخړو له امله تر سره شوې دی. په داسې حال کې چې له چاودنو وروسته رسنیو پر سوریې ګډوالو د یو شمیر سیمه ایزو خلکو له بریدونو خبر ورکړی وو، چې په ترځ کې یې سوریانو مالی زیانونه اړولی وو.

له دې سره د ترکیې لومړی وزیر رجب طیب اردوغان ویلی وو، چې دا بریدونه په هیواد کې د شخړواو نښتو د رامنځ ته کولو په موخه تر سره کیږی. ده له خپلو هیوادوالو غوښتې وو څو ددې ډول بریدونو پر وړاندې له صبر او هوښیاری څخه کار واخلی.

د ترکیی اوسیدونکو هم د هغه لاریونو پر مهال چې په لاره یې اچولې وو وویل: یواځې د چاودنو له امله ددوی قهر ندی راپاریدلی، بلکې د سوریې په کورنیو چارو کې د ترکیې د لاسوهنې او له وسله والو مخالفینو د دولت ملاتړ ددی لامل شوی څو په زرګونه سوریان ترکیې ته مخه کړی او د ترکیې دولت سیاست هم ددوی قهر راپارولی دی. لاریون کونکې په دې آند دی چې په سوریه کې شخړې به د سوریې پوله ایز ولایتونه هم له ستونزو او شخړو سره مخ کړی.

دا چې دا بریدونه د چا لخوا تر او په کومه موخه تر سره شوی بیلا بیل آندونه شتون لری. د ځینې څیړنو له مخې شونې ده چې به دې بریدونو کې د صهیونیستی رژیم لاس وی او ځینې نور بیا وایی، چې کیدای شی په دی پیښو کې د کردانو موخې نغښتې وی، په داسې حال کې، چې کردان او دترکیې دولت ترمنځ اړیکې ښې شوې او شونې نښکاری چې دوی د په داسې حالاتو کې په دې ډول کړنو لاس پورې کړی. ځکه چې د دواړو خواوو ترمنځ وروستیو پرمختګونو د کردانو او ترکیې دولت ستونزې هوارې کړې دی.

خو بله خوا بیا داسې ډیر شکونه شتون لری، چې کیدای شی دابریدونه د اسرائیلو لخوا تر سره شوی وی او یا په دې پیښه کې یوډول لاس ولری. ځکه اسرائیل ددې ډول کړنو په ترسره کولو سره او  هغه هم د د دواړو هیوادونو ترمنځ پولې ته نږدې په ښار کې غواړی د سوریې او ترکیې تر منځ شخړو او ناندریو ته لا زور ورکړی. دا هغه څه دی چې په دې ډول کړنو کې اسرائیل اوږده او پخوانۍ تجربه لری لکه څرنګه چې د سوریې په خاوره کې د دولت د بدنامولو لپاره د کیمیایی وسلو په کاروکو پرې شکونه کیږی.

په هره کچه هر لوری چې تر څیړنې لاندې ونیسو، کړی راتنګیږی. له بلی خوا ویل شو چې کیدای شی په دې پیښه کې سلفیان لاس ولری. هغه ډله چې د دولت پر وړاندې جنګیږی او د اسرائیلو په مرسته به یې دا دول بریدونه تر سره کړی وی.

دا هم شونې ده چې د بشار الاسد د دولت یو شمیر وسله والو ډلو دا چادنی رامنخ ته کړې وی، ځکه چې دوی غواړی خو د ترکیی او سوریی ترمنځ اړیکې خړې او د سوریې دولت د نړیوالو پر وړاندې بدنامه کړی.

په هر حال د اسرائیلو رژیم هم په همدی موخه پسې دی، څو په سوریه کې د ناټو پوځی مداخلې ته لاره هواره کړی. له دې سره چې امریکا او یو شمیر لودییځو هیوادونو په سوریه کې د پوځی مداخلې په هکله خبرداری ورکړی او ددې ډول مداخلې ملاتړی ندی، خو د اسرائیلو رژیم هڅه کوی څو له داسې کړنو په تر سره کولو سره ناټو اړه کړې چې په سوریه کې پر پوځی مداخلې لاس پورې کړی.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږی سوریه غواړی د اسرائیلو بریدونو ته ځواب ووایی، اود جولا په غونډیو کې لاس په عملیاتو پورې کړی او په دې توګه یو ملی یوالی رامنځ ته کړی. په داسې شرایطو کې د اسرائیلو رژیم، امریکا او یا ناټو په ښکیله شی، چې په دې سره به د ددې ستونزې د لمبو د ډیریو لامل شی.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by