د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
چهارشنبه، ۶ سرطان ۱۴۰۳ - 26 June 2024

د خدای پاک حق

له ټولو حقونو څخه د الله تعالى حق عظیم اوستر دى. له دې حق څخه په دنیا کښې بل هیڅ کوم لو ړ او ستر حق وجود نلری .
الله تعالى دغه دنیا پیدا کړى ده ، خداى پاک ځمکه او آسمان خلق کړی دی ، خداى پاک رڼا او تیاره پیدا کړې ده ، الله پاک ډول ډول څاروی او ځناور ، او ډول ډول حشرات خلق کړی دی ، الله پاک رنګارنګ کلونه ، نباتات ، میوې او سبزیجات خلق کړی دی . لنډه دا چې خداى پاک ټول هرهغه څه خلق کړی دی چې مونږ یې په خپلو سترګو وینو .
خداى پاک انسان له عدم نه پیدا کړى او خلق کړى دى . ماشوم د مور په نس کښې له نطفې نه پیدا کیږی هلته په تیاره کښې پروت وی ، له هیڅ شی نه خبر نه وی ، هیڅوک نه شی کولاى چې دې ماشوم ته څښاک او خواړه ورسوی ، ماشوم هلته د مور په رحم کښې پروت وی او هلته ورته خواړه او څښاک رسیږی ، هلته نمو کوی ، هلته پکښې سا پیدا کیږی ، کله چې وزیږی نو بیا دا ماشوم د مور او پلار خاوند شی ، په ده باندې بیا نوم کیښودل شی .خداى پاک ورته عقل او پوهه ورکړی ، دا ماشوم بیا لوی شی ، ځوان شی او زوړ شی. ماشوم پلار شی او نیکه شی آخر بیا له دې دنیا خپل خالق ته ورستون شی.
خداى پاک په قرآن پاک کښې فرمائی :
( و الله اخرجکم من بطون امهاتکم لا تعلمون شیئا و جعل لکم السمع و الأفئده لعلکم تشکرون) سورت نحل (۷۸)
او خداى پاک تاسې د ستاسو د میندو له نسونو څخه راایستی یاست چې په دې وخت کښې تاسې په هیڅ نه پوهیدئ او هغه تاسې ته غوږونه ، او سترګې او زړونه ( او نور حواس ) درکړل چې تاسې شکر ګذاری وکړئ.
خداى پاک انسان ته صلاحیتونه او قوتونه په دې خاطر ورکړی چې هغه د خپل بدن غړی لکه سترګې ، غوږونه ، زړه ، لاسونه او د بدن نور اعضاء هغه شان استعمال کړی چې د الله پاک رضایت حاصل شی ، او دى ددغو اعضاؤ په واسطه د خداى عبادت او اطاعت وکړی . که چیرې یو انسان د خداى اطاعت او عبادت وکړی نو دا انسان په حقیقت کښې عملا د خداى پاک له خوا د ورکړ شویو نعمتونو شکرونه پر ځاى کوی . د انسان د بدن هر غړى د انسان د پاره یو نعمت دى . که د چا سترګې ړندې وی نو هغه څه لیدلاى نه شی ، که د چا غوږونه کاڼه وی نو هغه څه اوریدلاى نه شی ، که د چا ژبه ګونګئ وی نو هغه خبرې کولاى نه شی ، که د چا لاسونه نه وی نو هغه کار کولاى نه شی.
خداى پاک په خپلو بندګانوډیر بې شماره حقونه لری. که د خداى په بندګانو دخداى پاک فضل ونه وی نو دوی نه شی کولاى چې د نیکمرغئ او سعادت خاوندان شی ، که خداى پاک په خپلو بندګانو خپ رحمت نازل نه کړی نو هغوی نه شی کولاى چې یوه لحظه ژو ند وکړی .
دا خو خداى پاک دى چې بنده یې خلق کړی دى ، داخو خداى پاک دى چې له خپل بنده سره یې امداد کړی دى او هغه ته یې رزق او هرڅه ورکړی دی. خداى پاک له خپل بنده څخه رزق نه غواړی ، خداى پاک له خپل بنده څخه بل کوم شى نه غواړی ، دا څکه چې د بنده په توان کښې هیڅ داسې شى نشته چې خدا ى ته یې ورکړی . د بنده په لاس کښې هیڅ نشته.
خداى پاک په قرآن پاک کښې فرمائی :
( لا نسألک رزقا نحن نرزقک و العاقبه للمتقین )سوره (طه ) ۱۳۲
مونږ له تا څخه روزی نه غواړو بلکې مونږ پخپله تا ته روزی درکوو او پاى کښې نتیجه او عاقبت د پرهیزکارئ په ګټه ده .
خداى پاک له خپل بنده څخه یو شى غواړی او هغه دادى چې هغه دخپل خداى اطاعت وکړی او له خداى سره څوک شریک ونه ګڼې یعنې د خداى په وحدانیت ایمان او عقیده ولری .
خداى پاک په قرآن پاک کښې فرمائی :
( و ما خلقت الجن و الإنس إلا لیعبدون * ما ارید منهم من رزق و ما ارید أن یطعمون * إ ن الله هو الرزاق و ذو القوه المتین) سوره الذاریات ۵۶-۵۸
ما جنات او انسانان محض ددې د پاره پیدا کړی دی چې صرف زما عبادت وکړی . نه زه له هغوی څخه روزی غواړم او نه هم دا زما خواهش یا غوښتنه ده چې ماته طعام راکړی . الله پاک خو پخپله د ټولو روزی رسان ، د توان خاوند او زوروالا دى.
په پورتنی آیت کښې خداى پاک له انس او جن څخه غواړی چې صرف د یو خداى اطاعت او عبادت وکړی . خداى پاک انسان او جن ، دواړه خلق کړی دی نو په دې وجه انسان او جن نه شی کولاى چې د خداى پاک له عبادت او اطاعت څخه منحرف شی او سر غړونه وکړی ، که څوک دا کار کوی نو هغه ګنهګاریږی .
په پورتنی آیت کښې بله کومه خبره چې مهمه او د پام وړه ده هغه دا ده چې د خداى له عبادت او اطاعت څخه د خداى پاک مقصد دا نه دى چې بنده دې خداى پاک ته رزق یا کوم بل څه ورکړی . د رزق ټولې خزانې خو د خداى پاک په لاس کښې دی . اوس که څوک د خداى پاک اطاعت او عبادت کوی نو خداى پاک ورته له همدغو خزانو څخه رزق ورکوی ، همدا د عبادت او اطاعت ګټه ده چې بنده ته د خداى پاک له خوا رسیږی ، د خداى د اطاعت او عبادت په نتیجه کښې د خداى د بنده دنیا او آخرت دواړه ښیرازه او برکتی کیږی.
لنډه دا چې خداى پاک له خپل بنده څخه غواړی چې په رښتینې ډول د بندګئ حق پرځاى کړی ، او د بندګئ په معنى پوره پوه شی ، د خداى اوامرو ته غاړه کیږدی ، د خداى په لار روان وی ، د خداى د نعمتونو شکر پر ځاى کړی .
هر فضل چې په بنده کیږی هغه د خداى له خوا کیږی او هر ه بلا چې دفع کیږی هغه د خداى په رحمت دفع کیږی.
( و ما بکم من نعمه فمن الله ثم إذا مسکم الضر فإلیه تجارون) د النحل سره ۵۳
له تاسې سره چې څومره نعمتونه دی هغه ټول د خداى له طرف نه دی اوس هم که کوم مصیبت درته پیښ شی نو د خداى طرف ته ناله او فریاد کوئ .
د پورتنی آیت تفسیر داسې دی چې د ټولو نعمتونو ورکوونکى صرف یو خداى دى نو ځکه د بل چا عبادت په کار نه دى .بنده ته په کار دی چې د خداى پاک د وحدانیت عقیده په خپل زړه کښې ټینګه وساتی ، هر کله چې په ده کومه سخته راشی نو له خداى پاک څخه دې مرسته وغواړی.
خداى پاک په قرآن پاک کښې فرمائی :
( و جاهدوا فی الله حق جهاده هو اجتباکم و ما جعل علیکم فی دین من حرج مله أبیکم إبراهیم هو سماکم المسلمین من قبل و فی هذا لیکون الرسول شهیدا علیکم و تکونوا شهداء على الناس فاقیموا الصلاه و آتو الزکاه و اعتصموا بالله هو مولاکم فنعم المولى و نعم النصیر ) سوره الحج ۷۸

او د خداى په لار کښې جهاد وکړئ هغسې چې جهاد حق دى . هغه تاسې غوره کړی یاست او په تاسې باندې یې ددین په باره کښې کومه تنګی یا سخته نه ده راوستې . دخپل پلار ابراهیم علیه السلام دین قائم وساتئ . خداى پاک تاسې مسلمان کړی یاست ددې قرآن نه مخکښې او په قرآن کښې هم ، تر څو پیغمبر په تاسې باندې شاهد شی او تاسې د ټولو خلکو شاهدان شئ . نو تاسې ته ښائی چې لمونځ قائم وساتئ او زکات ادا کړئ او په خداى پورې ځان ټینګ وساتئ ، هغه ستاسو ولی او مالک دى او هغه څومره ښه مالک دى او څومره ښه مددکار دى.
د خداى بنده ته ښایی چې د ښې عقیدې خاوند وی ، په حق باندې ایمان ولری ، صالحه مثمر اعمال سرته ورسوی ، په زړه کې مینه او اخلاص ولری ،
په یوه شپه او ورځ کښې پنځه وخته لمونځونه ادا کړی .د لمونځ ادا کول په هر حالت کښې ضرور او فر ض دی .
حضرت محمد (ص) عمران بن حصین چې بیمار ؤ وویل :
( صل قائما ، فإن لم تستطیع فقاعدا ، فإن لم تستطیع فعلى جنب ))

د پورتنی حدیت مانا دا ده چې که څوک په ولاړه لمونځ نه شی کولاى نو په ناسته دې وکړی او که په ناسته یې نه شی ادا کولاى نو په جنب ( څنګ ) یې هم کولاى شی ، یعنېپه هر حالت کښې باید لمونځ ادا شی.
همدا شان یو مسلمان بنده ته ښائی چې زکات ورکړی او زکات هغو فقیرانو او مسکینانو ، یتیمانو او حاجت مندانوت ه ورکړی چې مرستې او کمک ته ضرورت لری
د روژې په میاشت کښې دروژې نیول هم د خداى له حقونو څخه یو حق دى چې مسلمان بنده یې باید په ځاى کړی.
د توان او طاقت سره سم په ژوند کښې یو ځل حج هم په مسلمان بنده باندې فرض ګرځول شوى دى .
د خداى پاک په بنده باندې نور ډیر شمیر حقونه دی . که یو مسلمان په واقعی صورت سره د خداى پاک حقونه وپیژنی او هغه ادا کړی نو په دنیا او آخرت کې به نیکمرغه او هوسا وی او د قیامت په ورځ به له اور څخه نجات ومومی او جنت به یې ځاى وی.
خداى پاک فرمائی :
( من زحزح عن النار و أدخل الجنه فقد فاز و ما الحیاه الدنیا إلا متاع الغرور )
د آل العمران سوره ۱۸۵
هغه څوک چې له اور څخه و ژغورل شی او جنت ته داخل کړاى شی هغه کامیاب
کړاى شو ، او ددنیا زندګی د تیر ایستلو فریب څخه پرته بل څه نه ده.
په پورتنی آیت کښې د کامیابۍ معیار ښودل شوى دى، هغه دا چې کامیاب بنده هغه دى چې چې په دنیا کښې یې د خداى پاک رضایت تر لاسه کړی وی او که دا کار یې کړى وی نو بیا به دى د جنهم له اور څخه په امان کښې وی او جنت ته به د داخلیدو اجازه تر لاسه کوی – دوهم دا چې د دنیا زندګی د تیر ایستلو یعنې فریب سامان ګڼل کیږی ، هغه څوک چې له دې څخه خپل ځان وساتی ، هغه خوش نصیب دى او هغه څوک چې ددنیا د فریب او تیر ایستلو په جال کښې بند شو نو هغه ناکام او نامراد دى.
یو مسلمان بنده ته ډیره ګرانه او مشکله ده چې د خداى ټول حقونه پر ځاى کړی . خو بیا هم بنده ته ښایی چې له خپل توان او طاقت سره سم د خداى حقوق په ځاې کړی او د خداى د حقونو د اداکولو په برخه کښې له بې تفاوتئ او بې غورئ څخه کار وانخلی . هر مسلمان بنده ته ښایی چې دا لاندنئ خبرې په نظر کښې ونیسی او هغه عملی کړی.
* د خداى پاک په وحدانیت عقیده لرل.
* په خداى پاک ایمان لرل.
* د خداى پاک د رضا تر لاسه کول .
* له خداى پاک څخه مرسته غوښل.
* له خداى پاک څخه یریدل.
* د خداى په نعمتونو شکر ایستل .
* خداى پاک ته ځان سپارل .
* د خداى پاک عبادت کول .
* له شرک څخه ځان ژغورل .
* په حق باندې ایمان لرل.
* په هر کار کښې له صبر څخه کار اخستل.
* د ښو اعمالو سرته رسول.
* د خداى په رسول عقیده لرل .
* په آسمانی کتابونو ایمان لرل .
* د قیامت په ورځ ایمان لرل .
* په جنت ایمان لرل.
* د خداى په قدرت ایمان لرل.
* د خداى پاک په عظمت یقین لرل.
* له تقوى او پرهیزکارئ څخه کار اخستل.
* د خداى د بندګانو حقوق منل.
* د خداى په بندګانو ظلم زیاتى نه کول.
* د خداى لار تعقیبول .
* د خداى له اوامرو څخه سر نه غړول .
* له تواضع څخه کار اخستل .
* د خداى د بندګانو حق نه خوړل.
* د خداى فضل او رحمت ته سر ټیټول .
* په هر کار کښې له صداقت څخه کار اخستل.
* له مور او پلار سره ښه چلند او د هغوی احترام کول.
* پنځه وخته لمونځ کول .
* زکات ورکول
* روژه نیول
* نفلی لمونځونه کول .
* د استطاعت په صورت کښې حج کول.
* د خداى په وجود عقیده او ایمان لرل.
* مرګ حق ګڼل
* د خداى په لار کښې جهاد کول.
* په حق باندې ایمان لرل .
* د قرآن پاک تلاوت کول .
* د قرآن په رڼا کښې د ژوند لار موندل.
* د خداى د بندګئ حق ته غاړه ایښودل.
او نور ډیر حقونه دی چې شمیرل یې ډیر ګران کار دى اوډیر وخت غواړی.
خداى پاک دى خپلو ټولو مسلمانو بندګانو ته توان او توفیق ورکړی چې د خداى په لار روان وی او د خداى حقونه ادا کړی

لیکوال: فضل الله رشتین


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by