د غزنی ولایت په قره باغ ولسوالی کې چاودنې ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
چارواکی وایی، د غزنی د قره باغ ولسوالۍ په بازار کې موټرسایکل بم چاودنې یو ملکی وګړى وژلى او د یو پولیس په ګډون اوه تنه نور ټپیان شوی دی.
د غزنی امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وویل، چې چاودېدونکی توکی په یو موټر سایکل کې ځاى پر ځاى شوی وو.
د نوموړی په خبره، په ټپیانو کې دوه مېرمنې دی او د یوې مېرمنې په ګډون د درېیو تنو روغتیایی حالت نازک ښودل شوى دى.
د قره باغ بازار یو دوکاندار وایی، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل د یو درملتون له مخې درول شوى و، چې چاودنه رامنځ ته شوه.
نوموړى زیاتوی، چې تر چاودنې سمدستې وروسته پولیسو سیمه کلابند کړه او ټپیان یې په امبولانس کې د درملنې لپاره روغتون ته یووړل.
قره باغ ولسوالۍ که څه هم په نا امنه سیمو کې راځی، خو د بازار په منځ او د خلکو په ګوڼه ګوڼه کې د بمی چاودنې لومړنۍ پېښه ده.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.