د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

هند ته د ولسمشر سفر

ولسمشر حامد کرزی، چی هند ته په دری ورځینی سفر تللی، نن سه شنبه له هندی چارواکو سره ځپلې رسمی لیدنې پیل کړې. ولسمشر کرزی تیره ورځ هند ته په تگ سره له (L – P – U ) پوهنتون څخه د افتخاری دوکتورا سند تر لاسه کړ.

د هندی چارواکو په وینا: ولسمشر حامد کرزی به نن د هند له ولسمشر او لومری وزیر سره لیدنی وکړی. د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکی، چی غوښتی یې دی نوم یې وانه خیستل شی، فرانسې خبری آژانس ته ویلی، چې د دواړو هیوادونو مشران به د وسلو پر معاملې د پام ور بحث وکړی. رپوټونه همداراز وایی، چې ولسمشر حامد کرزی به د هند له لومړی وزیر من موهن سنگهـ سره له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د افغانستان پر راتلونکې خبرې اترې وکړی.

په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې دغه هیواد چمتو دی، څو د افغان ځواکونو ځواکمنیدو لپاره د افغانستان هرې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایی. هند د نړۍ  څلورم ستر پوځ په واک کې لری او د سیمې له ځواکمنو هیوادونو څخه شمیرل کیږی.

دغه هیواد له افغانستان سره په ۲۰۱۱ کال کې ستراتیژیکې همکاری پیل کړې او دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو همکاریو سند هم لاسلیک کړی دی.

د بریټانیا چاپ گارډین ورځپاڼې د هندی شنوونکی راجا سی موهن له قوله لیکلی، چې افغانان د هند لپاره یو ښکاره پیغام لری او هغه پیغام دا دی، چې دوی د زیاتی ژمنتیا غوښتونکی دی.

ولسمشر حامد کرزی تیره ورځ هندته  په ورتگ سره د پنجاب ایالت ال پی یو پوهنتون ته لاړ او د دغه پوهنتون د افتخاری دوکتورا سند یې د هند د ولسمشر پرناب مکرجی له لورې ترلاسه کړ.

ولسمشر حامد کرزی په همدی اړوند مراسمو کی د وینا پرمهال  وویل:  له هند څخه افغانانانو ته د تحصیلی بورسونو ورکړې او د پوهنې په برخه کې د دغه هیواد له همکاری څخه مننه وکړه.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by