د افغانستان او هندوستان مشرانو د دوه ارخیزو اریکو پر تینگشت تینگار وکر
ولسمشر حامد کرزی او هندی چارواکو له دوه زره خوارلسم کال وروسته د افغانستان امنیت او سیمه ایز مسایل لکه امینت دفاع او اقتصاد ارزولی دی
ولسمشری ماڼۍ له مطبوعاتی دفتر څخه د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، ولسمشر حامد کرزی له هند څخه د لیدنې په دوهمه ورځ، ددې هیواد له لومړی وزیر من موهن سنګ او خپل هندی سیال پرناب مکرجی سره په بیلا بیل ډول لیدلی دی.
د لیدونو پر مهال د دواړو هیوادونو مشرانو، له دوه زره څوارلسم کال وروسته د افغانستان د حالاتو، د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا، د سیمه ایز اقتصاد ودې او امنیت په هکله خبرې کړې دی.
د خبرپاڼې له مخې د خبرو پر مهال د دواړو هیوادونو مشرانو، د افغانستان او هندوستان د اړیکو د پراختیا ټول اړخونه ارزولې دی او له دې هیواد سره د ستراتیژیک تړون په کړۍ کې د شویو پریکړو په پلی کیدو ټینګار کړی دی
شاغلی کرزی او د هندوستان لومړی وزیر او ولسمشر ژمنه کړې، چې د سمیه ایز امنیت، اقتصاد، هوساینې د پراختیا او پرمختګ په برخه کې به، چې د خلکو په ګټه دی خپلې اړیکې ټینګې کړی.
ولسمشر حامد کرزی چې دوه ورځې مخکې له هندی چارواکو سره د لیدنې لپآره هندوستان ته تللی وو ټاکل شوی نن بیرته هیواد ته راوګرځی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.