ملګری ملتونه په سوریه کې د کیمیاوی وسلو په اړه نورو څېړونې کوی
د ملګرو ملتونو د سازمان پلټونکی وایی؛ داسې کافی شواهد شته چې په سوریه کې په محدوده اندازه له کیمیاوی وسلې څخه کار اخیستل شوی دی.
د دې سازمان د څیړنو کمیسیون یو رپوټ چې نن په ژنیو کې خپور شوی؛ وایی چې، د دې ثابتولو لپاره چې په دقیق ډول څومره او کوم کیمیاوی مواد د کوم لوری له خوا کارول شوی نورو څیړونو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو دا کمیسون شل غړی لری.
دوی د کیمیاوی وسلو د ممکنو څلورو حملو په اړه پلټنې کړې چې د رپوټونو پر اساس د مارچ او اپرییل په میاشتو کې ترسره شوې وی.
دا رپوټ د روان کال د جنورۍ له میاشتې تر مې پوری د جګړې د یو شمیر قربانیانو، ډاکټرانو او عینی شاهدانو سره د مرکو له مخې برابر شوی دی.
په رپوټ کې د جګړې دواړه لوری د ظالمانه اعمالو په ترسره کولو تورن شوی او وایی؛ چې په سوریه کې هره ورځ جنګی او بشری ضد جنایتونه تر سره کیږی.
ملګری ملتونه وایی چې، په سوریه کې د دوه کلنې جګړې په ترځ کې تر اتیا زره زیات خلک وژل شوی دی.
د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.