د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل پلټڼه
یکشنبه، ۳۰ ثور ۱۴۰۳ - 19 May 2024

د امریکا لپاره په دوه زره ځوارلسم کال کې د افغانستان جګړه اتیا میلیارده ډالره لګښت لری

د امریکا لپاره د افغانستان جگړه به په دوه زره څوارلسم کال کې، اتیا میلیارده ډالره لگښت ولری.

د امریکا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ په رسمی توگه، ددې هیواد د ولسی جرگې څخه ددې لگښت د تصویب غوښتنه وکړه.

امریکایی چارواکی وایی: د دوه زره څوارلسم کال لپاره د افغانستان د  جگړې لگښت د روان کال په پرتله، لس سلنه لږ په پام کې نیول شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت، ددې هیواد کانګریس یا ولسی جرګې څخه، په دوه زره څوارلسم کال کې د افغانستان جګړې د لګښت لپاره، د نهه اویا اعشاریه څلور میلیاردو ډالرو د تصویب غوښتنه کړې ده.

ویل شوی چې دا لګښت په دوه زره ځوارلسم کال کې د جګړې او له افغانستانه د امریکایی ځواکونو وتل رانغاړی.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جورج لیټل ویلی: دا لګښت د دوه زره دیارلسم کال د جګړې لګښت په پرتله لس سلنه لږ په پام کې نیول شوی دی. د دوه زره ځوارلسم کال لګښت اوه اتیا اعشاریه دوه میلیارده ډالره اټکل شوی وو او دا لګښت به واشنګټن اړباسی، څو د خپلو سرتیرو یوه برخه له افغانستان څخه بهر کړی.

د امریکا دفاع وزارت په تولیزه توګه د۵۲۶ میلیاردو ډالرو بودیجه ولسی جرګې ته سپارلې، چې په افغانستان کې پوځی ماموریت، عملیات او په دوه زره څوارلسم کال کې له افغانستانه د امریکایی سرتیرو ایستل رانغاړی. امریکایی چارواکو له دې مخکې ویلی وو، چې په دوه زره څوارلسم کال کې به د افغانستان جګړې لګښت ډیر راټیټ شی.

د فرانس پریس خبری آژانس د ریپوټ له مخې، اوس مهال په افغانستان کې دری شپته زړه امریکایی سرتیری شتون لری او ټاکل شوی له دوی څخه یې څلور دیرش زره د دوه زره څوارلسم کال په فبرورۍ میاشت کې له افغانستان څخه بهر شی. ویل کیږی چې له دوه زره څوارلسم کال وروسته به هم په افغانستان کې یو شمیر امریکایی سرتیری پاتې شی. خو کره شمیره یې نده مالومه.

له دې مخکې افغانستان او امریکا د اوږد مهالو اړیکو تړون لیک لاسلیلک کړی او اوس ددواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتی تړون په لاسلیک خبرې روانې دی. ولسمشر حامد کرزی د خپلې یوې وینا پر مهال ویلی وو، چې امریکا له افغانستانه د نهو پوځی هډو غوښتنه کړې، خو امریکایی چاراکو دا غوښتنه رد کړې ده.


اشتراک گزاری خبر

نظر دهيد

* ايميل شما پخش نخواهد شد.


د تمدن ټلويزيوني چينل

د تمدن ټلويزيوني چينل در برابر محتوای مطالب دیگران مسئول نمی باشد. کلیه حقوق مطالب مربوط به سایت د تمدن ټلويزيوني چينل می باشد.

Designed & Developed by